ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۱۹) – د دې نړۍ ارزښت!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د دې نړۍ ارزښت!

مشهور دیني عالم عبدالله بن مبارک رحمه الله وایې:

( ما ته د عدی بن زید قصیده د امیر طاهر بن الحسین تر قصره ډېر ارزښت لري! )

د دغې قصیدې د ځینو اشعارو مفهوم په دې ډول دی:

( ای د نورو پر مصیبتونو خوښېدونکی انسانه! ایا له تا سره ژمنه شوې، چې دا ډول مصیبتونه به پر تا نه راځي؟ )

په یوه حدیث کې راځې:

( که دنیا د الله تعالی په نېز د غوماشي د وزر په اندازه هم ارزښت لرلای، کافر به ورڅخه د اوبو د یوه غړپ په اندازه هم استفاده نه وای کړې. )

دغه مبارک حدیث همدا خبره په ډاګه کوي، چې د الله تعالی په نېز دنیا د غوماشي تر وزر هم کم اهمیت لري، بیا د دغسې یوه بې ارزښته شي په اړه هلې ځلې د څه لپاره!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx