افغانستان

په کابل کې د مشورتي لویې جرګې تالار ته څېرمه درنه چاودنه وشوه

b nنن شنبه/د اکټوبر ۱۶مه) د کابل په وخت د مازیګر درې نیمې بجې د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته درنه چاودنه وشوه. له سیمې د عیني شاهدانو په خبره، د چاودنې غږ تر تايمني او قوايې مرکزه اورېدل شوی دی.
له کارتې مامورینه، پغمان ته غزېدلی سړک د عامه ټرافیکو پرمخ تړل شوی، د ملي امنیت او پولیس ځواکونه تر مرکزي سیلو، باغ‌بالا او پروان مېنې پورې ګڼو ځایونو کې ولاړ لیدل کېږي.
د تلفاتو په تړاو لا امنیتي چارواکي پته خوله دي؛ خو د پېښې له سیمې عیني شاهدان وايي، چې د ښاروالۍ موټرو تر شپږو اووو سوځېدلي موټر په ځان پسې راڅکولي دي.

د چاودنې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.
د یادونې وړ ده، چې دا چاودنه له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکېدو په موخه د «مشورتي لويې جرګې» له ترسره کېدو صرف څلور ورځې مخکې پېښه شوه. طالبان او په کابل کې د پام وړ سیاسي اړخونه له دې ستراتیژیک تړون سره مخالف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x