منا جات/ کوچی عابد

کوچی عابد

چی تنها وم ته را یاد
په خوښې کې هیر له یاد
له ددرونو سره یاد
په خندا کې مړ دی یاد*

ربه زه څومره سر کښ
چی له تا اړوم مخ
زه بنده څومره ګنده
په ګناه می شرمنده
په مخ ښکته را زوړند
بد عمل کړم دا چلند
ته قهار یې ته غفار
ته رحیم زما کردګار
ما ته لار ښایه ته نیغه
ما وساته  له اور تیغه
بی له تا یو مونږ برباد
مونږ و ژغوره له الحاد*

څومره لویه ستا نړۍ
تری وړه عقل کړی
دا شړۍ نسوه وړۍ
ما غوښته په ناپوهۍ
ما عابد شماره عباد
سجده کړم په اعتماد
چی تنها وم ته را یاد
په خوښې کې هیر له یاد

کوچی عابد


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ