کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / شهیدشوم/ تپاندزهاد

شهیدشوم/ تپاندزهاد

تپاندزهاد

ستاپه عشق کي چي ایثار سومه شهیدشوم
په سرو وینو دنګ چنار سومه شهیدشوم

نورمي پریږده چي خپل ځان درنه لوګي کړم
چي عاشق ستا ددیدار سومه شهیدشوم

هریوڅاڅکي دسرو وینو مي غاټول شه
دحریت دغاړي هار سومه شهید شوم

حوري خودبه په سنګر کي راسره وي
چي تابع ستادرخسار سومه شهید شوم

خړخزان وم ستا ښکلاؤ راژوندي کړم
پسرلي سومه بهارسومه شهید شوم

له فطرته مي ښکاري چي اتل وم
دحسین غوندي سالار سومه شهیدشوم

زمامینه دګلاب غوندي معصومه
دحمزه په شان فرهارسو مه شهید شوم

اي” تپانده” تادي هم الله شهیدکړي(امین)

لتا ځار لتانه ځارسومه شهیدسوم

تپاندزهاد


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ