کور پاڼه / ټولنیزه برخه / دزنداني صحابي قيصه

دزنداني صحابي قيصه

غلام عمر عبدالله 

ښځه په غوسه له زندانه راووتل، دمؤمنانو امیر (حضرت عمررضي الله عنه ) له رومیان سره دجګړې لپاره یو لښکر ولېږی په لښکر کښې دعبدالله بن حذافه رضي الله عنه په نامه یو ځوان هم و ، درومیانو او مسلمانانو ترمنځ دا جګړه اوږده سوه درومیانو پاچا (قیصر) دمسلمانانو ثبات او جرئت ته په تعجب کي و . په جګړه کي دمسلمانانو یوشمیر کسان کفارو ته ژوندي په لاس ورغلي وه چي عبدالله بن حذافه رضي الله عنه هم پدې کسانو کي شامل و ، قیصر امر وکړ چي دزندانیانو له منځ څخه یو مسلمان را حاضر کړئ..!

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه یې په داسي حال کي راحاضر کړ چي لاسونه او پښې يې تړل سوي وې.

قیصر خبري ورسره پیل کړې , قیصر د ځوان هوښیارۍ او ذکاوت ته حیران سو .

قیصر ورته وویل : نصرانت قبول کړه ازاد به دي کړم؟!

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه ورته وويل : نه !!!

قیصر: نصرانيت قبول کړه خپله نیمه پاچاهي به درکړم؟!

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه :نه !!!

قیصر : نصرانیت قبول کړه خپله نیمه پاچاهي به درکړم او خپل مشاور به دي وټاکم؟!

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه : نه ! په الله مي دي قسم وي که خپله پاچاهي ، دخپل پلار ، دعربو او عجمو پاچاهياني راکړې

دسترګو درپ په اندازه به هم له خپل دین څخه وانه وړم.

قيصر ورته په غوسه سو ویل : وژنم دي!!!

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه : مړ مي کړه.

امر يې وکړ ویل : ویې نیسئ او په دار يې راځوړند کړئ!

غشي ویشتونکي ته يې وویل : شا او خوايې په غشو وهله.

قیصر بیا ځلي دنصرانیت دعوت ورکړ ، خو “دنبوي مدرسې سرتېري بیا اعراض وکړ ویل نه يې منم“ .

کله چي قیصر د عبدالله بن حذافه رضي الله عنه ټینګار ولیدی امر يې وکړ ویل:زندان ته يې بوځئ ، ډوډۍ او اوبه هم پر بندي کړئ تر څو په لوږه او تنده کي مرګ ورته راسي “وروسته يې” شراب او دخنزیز غوښه ورته راوړل کله چي عبدالله بن حذافه رضي الله عنه دا شیان ولیدل ویل : په الله مي دي قسم وي چي زه خوار ځواکی سوى هم یم او په داسي حالت کي زما په دین کي ماته داشیان حلال دي خو زه يې ځکه دخوړلو اراده نه لرم ترڅو پر کفارو نوره هم سخته تمامه سي ، خوړو ته نږدې نه سو.

قیصر له دې حالت څخه خبر سو امر یې وکړ ویل : ښه خواړه او یوه ښکلې ښځه ور لېږئ چي دفحشاء بلنه ورکړي.
کله چي يې زندان ته ښلکې ښځه ورداخله کړل :”دسپېڅلي لاري لاروي يې هيڅ خیال ونه ساتی” هيڅ پاملرنه يې ورته ونه کړل.

کله چي ښځي داحالت ولیدی دغوسې په حالت کي له زندانه راووتل ويل : یقیناً تاسي زه داسي سړي ته ورلېږلې یم ، نه پوهېږم چي دا بشر دی که ډبره …

نور بیا ان شاءالله.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ