نړۍ

پاکستان: پینډۍ ښار کې د شیعه او سنیانو نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

rawalpindicerfiewد عاشوراء د ورځې په مناسبت د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ نښته کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د کړکیچن حالت د رامنځته کېدو وروسته د پينډۍ ښار کې کرفیو لګول شوې ده.

د ایکسپریس خبري سايټ د راپور په اساس دغه پېښه د پيڼډۍ ښار په ډیره ګڼه او مهمه سیمه راجه بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د جمعې لمونځ په وخت کې دیوه جامع مسجد څخه د شیعه ګانو ماتمي جلوس تېریده.

عیني شاهدان وايي چې شیعه ګانو مسجد ته تيږي ور وار کړې او د مسجد ځيڼې پهره داران يې ووهل، چې له امله يې ستره پېښه رامنځته شوه. ددوی په وینا په دغه نښتو کې ۸ کسان وژل شوي او ۸۰ نور سخت ټپي شویدي. خو ځيني کسان چې د فیسبوک ټولنیز سایټ له لارې يې د سیمې څخه راپورونه ورکړي ویلي دي چې په برید کې ۴۰ نفره وژل شويدي

ويل کيږي چې په وژل وشوي کسانو کې د جومات د امام میرمن او بچيان هم شامل دي.ټپي کسان راولپڼدۍ روغتون ته وړل شوي دي او په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی.

د نښتو په منځ کې ځينو کسانو چې ویل کیږي شیعه ګان دي د پيڼډۍ ښار لویې مدرسې او مسجد ته او هم فیصل مارکیټ ته اور ورکړی . د حالاتو د سنبالولو لپاره زیات شمېر پولیس راوغوښتل شول، خو پولیس ونه توانیدل چې راپاريدلي کسان کنترول کړي. خبر زیاتوي چې کله حالاتو کنترول د پولیسو د وسه ووت، نو پوځ ته مسئولیت وسپارل شو. د پوځ په سلګونو عسکر ددغه بازار مهمې سیمې محاصره کړې.

د پوځ د راتګ سره سم يې په راولبنډۍ ښار کې کرفیو نافذ کړه. ویل کیږي چې تر دې مهاله په هغو سیمو کې چې پېښه رامنځته شوې کرفیو ده. یاده دې وي چې د راجه بازار کې د رامنځته شوي کړکیچن حالته وروسته نیږدې ټول سوداګریزې سیمې بندې کړي او مبایل انتن هم بند دی. په پېښه کې ځينې ککړ کسان نیول شوي او نامالوم ځای ته انتقال شویدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x