کور پاڼه / ټولنیزه برخه / له عدل سره مینه

له عدل سره مینه

ابو المنصور حقاني

د عمربن الخطاب رضی الله عنه د خلافت زمانه وه، علي ابن ابي طالب اوعمر رضي الله عنهما سره ناست وو، یو کس راغی او عمر ته یې وویل: ای امیرالمۇمنین! زه په علي باندې دعوه لرم زما او هغه په منځ کې فیصله وکړه، عمر علي ته وویل: ای ابوالحسن! ته ورشه د خپل مدعي څنګ ته کښېنه او تاسو دواړه خپلې خبرې وکړئ. علي ورغی له هغه سره یوځای کښېناست، څه خبرې یې سره وکړې او هغه سړی ولاړ.

علي رضي الله عنه راغی بیرته د عمر رضی الله عنه خواته کښېناست، د عمر دا فکر شوچې ما علي ته امر وکړ چې د مدعي خواته کښېنه، شاید په دې خبره خپه شوی وي.ورته ویې ویل: تاسو د لویې مرتبې خاوند یئ او ما له یوه عام سړي سره دکښېنستلو امر درته وکړ زما په دې خبره خو به خپه شوی نه یې؟، هغه ورته وویل: نه په دې هیڅکله نه یم خپه او په دې خپه شوم چې تا هغه وخت ماته وویل: ای ابوالحسن(عربو کې د زوی په نوم یادول د اصلي نوم په نسبت درنښت لري) ځکه زه هغه وخت په جرم تورن وم تا باید ماته ویلې وی: ای علي، عمر رضي الله عنه د ده په دې خبره خوشاله، په غیږ کې یې ونیو اوښکول یې کړ. او زیاته یې کړه: زما مور او پلار دي له تا قربان شي ستاسو په برکت موږ هدایت ترلاسه کړی او له تیارو نه رڼاته راوتلي یو.

صحابه کرامو رضی الله عنهم د عدل او انصاف په پلي کولو کې په داسې توګه د یوه بل مرسته او ملاتړکاوه!. یو واکمن که هرڅومره ښه او عادل شي خو چې د ځان په څیر ښه اوعدل خوښوونکې ملګري ونه لري نه شي کولی عدل او انصاف رامنځته کړي. رښتیا هم صحابه کرام د عدل مينان وو رضي الله عنهم اجمعین.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ