افغانستان

کابل: د تیلو په مارکیټ کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د پلازمیني کابل مربوط د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخان په سیمه کې د تیلو په یوه سرای کې اور لګېدلی چې له امله یې دروند مالي زیان اوښتی او د ځاني زیان په اړه تر اوسه معلومات نسته.

د راپورونو سره سم اور اوس هم بل دی او له سیمي څخه دودونه پورته کیږي.

د پغمان امنیه قومندان امر الله پغماني د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې اور نن سهار نهه بجې ولګېد، خو لایې لامل نه دی په ګوته شوی. نوموړي ویلی چې په سرای کې د تیلو شل ټانکره ولاړ وه.

دوه ورځي وړاندي د کابل ښار د قوای مرکز په سیمه کې د لرګیو په مارکیټ کې هم اور لګېدلی وو چې له امله یې په لسګونو دوکانونه او د لرګیو ټالونه سوځېدلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx