
روزګان : امريکايي ځواکونو د هوايي بريد مسؤليت منلی
نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د تيري يکشنبې په ورځ غرمه مهال د امريکايي ځواکونو له لوري د کندهار ـ روزګان پر لويه لار د پوليسو پر يوې پوستې هوايي بريدونه وشول.
د عيني شاهدانو او چارواکو له قوله په ياد بريد کې ۸ تنه پوليس ووژل شول.
د امريکا د پوځ يوه وياند مايکل لاوهورن منلي چې ياد بريد دوی تر سره کړی خو د پوليسو د وژل کېدو اړوند يې څه نه دي ويلي.
د امريکا د پوځ وياند مايکل لاوهورن د بريد د مسؤليت تر څنګ زياته کړې چې دوی په هوايي بريدونو کې هغه کسان په نښه کړي چې غوښتل يې پر يادو پوستو بريدونو وکړي.
د امريکا پوځ داسي مهال د ياد بريد مسؤليت په غاړه اخلي چې نن د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ياد بريد د څېړني خبره کړې.
که څه هم په اعلاميه کې ياد بريد نه دی غندل شوی خو ځينو چارواکو ياد بريد د امريکايي پوځيانو له خوا په قصدي توګه بللی.
ويل کيږي دا بريد د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق په اشاره امريکايي ځواکونو د روزګان د پخواني امنيه قومندان مطيع الله پر پوليسو کړی.