د نن سرلیکنه

د مساجدو او امامانو په خلاف د کرزي ادارې استخباراتي فعالیتونه!

د یو شمیر محلي رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو په اساس اوسمهال په کابل او د هیواد په نورو ښارونوکې خواوشا ۱۰۰۰ دیني عالمان او د مسجدونو امامان له طالبانو سره د تړاو په تور د کابل حکومت د ملي امنیت په توقیف خونو او محبسونوکې بندیان دي.

د افغان ځواک رسنۍ د کرزي حکومت د حج او اوقافو دمرستیال داعی الحق له خولې لیکي چې په کلیوالو سیمو کې له دوئ سره د غیر رسمي مسجدونو امامان د دولت په خلاف فعالیتونه کوي

چې له امله یې د امنیتي ارګانونو ترتعقیب لاندې راغلي او اوس له ۹۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ نفرو پوري ملا امامان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي او ولسمشر کرزي یې په دې وروستیوکې د دوسیو څیړلو په غرض یوځانګړي کمیسیون ټاکلی .

د حج او اوقافو د وزارت د احصايې له مخې په ټول هیواد کې ۱۶۰ زره مساجد شته دي چې یواځې ۴۰۰۰ یې له یاد وزارت سره راجستر اورسمیت لري ، پاتې نور ۱۵۶ زره مسجدونه ټول په غیر رسمي ډول د دیني علماوو او امامانو لخوا اداره کیږي .

په افغانستان کې مسجدونه او دهغوئ دیني امامان د افغان ولس لپاره د دیني ښوونکو حیثیت لري او له پیړیو راهیسي افغان مسلمان ولس ته دیني او مذهبي تعلیمات په مسجدونو کې د همدغو دیني علماوو په وسیله ورکول کیږي.

دغه مساجد او دهغوئ دیني عالمان د افغان ولس دیني لارښوونکي او همدغه مساجد دهغوئ لپاره دیني مدرسي او د ولس د اسلامي توعيې او پوهاوي اساسي مرکزونه ګڼل کیږي .

د مسجد امام د افغانانو لپاره د مذهبي پیشوا حیثیت لري ، ټول ولس یې خبرې ته غوږ نیسي او د هیواد دیني علماء او امامان هم له دیني معتقداتو څخه دفاع دخپل ځان اساسي مکلفیت بولي.

همدا لامل دی چې تراوسه پوري چې کله هم دکوم بهرني متجاوز لخوا د افغانستان په اسلامي حریم تیری شوی ، تر ټولو له مخه یې دیني علماوو په مقابل کې قیام کړی او افغان ولس ته یې د مساجدو له ممبرونو څخه د متجاوزینوپه خلاف د قیام او شرعي جهاد فتوا ورکړې .

د انګریزانو په خلاف د ملامشک عالم ، ترنګزو حاجي صاحب ، نجم الدین اخونزاده ، مولوي عبد المجیدلغماني او … په څیر د هیواد د نامتو او مجاهدو علماوو قیام او همداراز د شوري اشغالګرو په خلاف د هیواد د علماوو جهادي مقاومت د متجاوزینو خلاف د افغان علماوو د دیني فعالیتونو ژوندۍ بیلګې دي .

اوس چې مو بیا هیواد د صلیبي متجاوزینو تر اشغال لاندې دی د هیواد مجاهدو علماوو د خپل شرعي او دیني مسؤلیت له مخې د همدې صلیبي متجاوزینو او د هغوئ دکورنیو ملاتړو په خلاف د جهاد او قیام فتوا ورکړې او د هغوئ د شرعي فتوی په اساس د ټول هیواد په کچه مسلمان افغانان د اشغالګرانو په خلاف د جهاد او مقاومت په مرچلونه کې قرارلري .

دا چې د کرزي د اوقافو وزارت خپله د هیواد د زرو تنو علماوو په اسارت اعتراف لري دا خپله د دې خبرې ښکاره سپیناوی دی چې د هیواد خپلواک دیني مساجد ، مدارس او د هغوئ غیر تنخوا خواره عالمان د اشغالګرو د اشغال خلاف او دهرډول ستونزو ، کړاوونو او محبسونو په ګاللو سره داشغالګرو خلاف فعالیت دخپل ځان شرعي مسؤلیت ګڼي.

کرزی او د هغه تنخوا خواره تش په نامه ملایان دي پوه وي چې د هیواد دمجاهدو علماوو اسارت هیڅکله هم هغوئ له خپل دیني رسالت څخه نشي تم کولای او نه په اسلامي افغانستان کې د شرعي مجاهدو علماوو له خوښې پرته اجنبي نظام د تنفیذ وړتیالرلای شي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x