افغانستان

د «مشورتي» لويې جرګې له امله کابل‌ ښاریان له ټرافيکي ستونزو سره مخ دي

نن یکشنبه د اکټوبر ۱۷مه، د پروان مېنې او پغمان سړک د عامه ټرافيکو پرمخ تړل شوی دی. دا سړک داسې مهال تړل کېږي، چې پرون د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته، پر همدې سړک یو ځانمرګی بريد وشو، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او لسګونه موټر یې ویجاړ کړل. د تلفاتو او ورانیو کره شمېره

لا په لاس کې نشته.
نن له سهاره راهيسې دا لاره تړل شوې ده. له چاودنې مخکې تمه وه، چې دا سړک به امريکايي پوځیانو ته د «قضايي خونديتوب» پر سر د «مشورتي» په نامه جرګې له پيلېدو سره سم وتړل شي؛ خو داسې ښکاري، چې امنيتي ځواکونو د پرونۍ امنيتې ماتې له امله او د نورو ورته پېښو د مخنيوي په خاطر دا لار وار له مخه تړلې ده.
طالبان او په کابل کې مېشته د ملي یووالي سیاسي جبهه امريکا ته د اوږدمهاله اډو او امريکايي پوځيانو ته د «قضايي خونديتوب» له ورکړې سره مخالف دي. طالبانو تر دې دمه د پرونۍ چاودنې په تړاو څه نه دي ویلي؛ مګر له جرګې سره مخالف دي.
پر لار د اوسېدونکو وګړو په خبره، ښايي «مشورتي» لویه جرګه د دوی عادي ژوند له بلا ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه د دوی تګ راتګ پر همدې لار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x