شعـــــرونه

لکه گوهر/ تپاندزهاد

نن مي په سترګوکي دلبر ځلیږي
په خوږمن زړه کي مي فر هرځلیږي

چي ستادحسن زیبایي مي ولید
دنیاکي بس شمس قمر ځلیږي

توري تیاري دي په ماتم کي وینم
شفق  دغمه  مازدیګر ځلیږي

په اسویلوکي دي لوګي غوندي سوم
لوګې همیش پرکوروکر ځلیږي

ددنیاټول ښکلي دي هیر کړل راڅه
تل ستاپه مینه کي اثرځلیږي

زمادسترګونورهم ستا ښکلاده
لکه ایروکي چي ګوهر ځلیږي

چي مي درمل وي ستاد سترګووصال
تپاندزُهاد” ته ستابشر ځلیږي

تپاندزهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x