کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ګډ حکومت ګلبدین حکمتیار ته قضايي مصوونیت ورکوي
ګلبدین حکمتیار

ګډ حکومت ګلبدین حکمتیار ته قضايي مصوونیت ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ په شوې هوکړه‌ لیک کې ویل شوي چې حکومت به د جګړې د پرېښودو په بدل کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، قومندانانو او مشرانو ته قضايي مصونیت ورکوي.

بي بي سي په یوه راپور کې ویلي چې دوی د حکومت او حزب تر منځ د شوي هوکړه‌لیک متن ترلاسه کړی او په ارګ کې هم سرچېنو دغه متن تایید کړی دی.

د سولې عالي شورا یو شمېر سرچېنو ویلي چې د حزب اسلامي سره شوې هوکړه لیک به په روانه اونۍ کې لاسلیک او په دوه پړاوونو کې به اجرا شي.

یادو سرچېنو بي بي سي ته زیاته کړې چې د یاد هوکړه‌لیک تر لاسلیکولو وروسته به د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته هم کابل ته د ورتګ لاره هواره شي.

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د شوې موافقې متن کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ متقابلې ژمنې او ګډې ژمنې دي. دغه سند په ۶ مخونو کې په درې فصلونو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوی دی.

په ګډو تعهداتو کې د دواړو لورو له لوري د جګړې پایته رسول، د سولې او امنیت تامین، اسلامي ارزښتونو ته پابندي، د قانون پر وړاندې د ښځو او نرانو برابر او له تبعیض پرته حقوق او نور دي.

د دولت په تعهداتو کې بیا په ګلبدین حکمتیار او د حزب په نورو رهبرانو باندې لګیدلي بندیزونه لرې کول، دغه ګوند په رسمي توګه پېژندل، د قانون له مخې دغه حزب ته د سیاسي فعالیت اجازه ورکول شامل دي.

دولت همدا راز ژمنه کړې چې حکمتیار ته به د جهادي رهبر په توګه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې خاص اعزاز او احترام ورکول کیږي او د هغه لپاره به له دوه تر دې د اوسېدو ځایونو، مصارف او امنیت ورکول کیږي.

پر دې سربېره دولت به د حزب اسلامي ټول بندیان چې جنايي جرمونه یې نه وي کړي خوشې کوي. همدا راز حزب اسلامي به هم د دولت ټول کسان چې ورسره بندیان دي، ازدوي.

د سند په یوه برخه کې راغلي چې حزب اسلامي به د ټولو «ترهګرو» ډلو سره اړیکې پرې کوي او هم به یې ملاتړ نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک باید د روان کال په غوايي میاشت کې لاسلیک شوی و خو د ناڅرګندو دلایلو له کبله لاسلیک وځنډيډ.

ویل کېدل چې د حزب اسلامي سره د سولې تر ټولو ستر مخالف د دعوت ګوند مشر استاد سیاف او اجراییه رییس او په حکومت کې یو شمېر نورې کړۍ دي.

اوس تازه ډاکتر عبدالله او استاد سیاف ویلي چې د حزب اسلامي سره د سولې مخالف نه دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. قضای مصونیت او مدالونو ورکولو او فساد کولو کی خو دوی نړی کی تر ټولو لمړی درجه لری . مګر دا هر څه یی د نورو په قومانده دی یعنی ددغه کار جواز هم نه لری چه د جا د پاره ځانونه په کومه کچه بی عزته او یا بی ناموسه کړی .
    حکمتیار ته قضایی مصونیت ددی له امله ورکړی شوی چه د داعشی ملیشو سر اعلی قوماندان وټاکل شو ، یعنی د اشغالګرو د واک یوه برخه جوړه شوه چه اشغلګر قضایی مصونیت لری حزب یی هم لری ، ددی اړه نشته چه بیا ورته بل نوی قضای مصونیت ورکړی

  2. حکمیتاز صاحب مبارک شه د یوی کفری محکمی خو مصون شوی پاتی شوه د رب محکمه هغه ته روان یاست ګور چی الله درسره سه کوی داسی ویل کیژی چی الله خپل حق ینده ته بخښی خو د بندګانو حق بخښل یوازی د بنده حق دی زما په تا دیر حق جوریژی سلور ورونه دو ترونه او د کور شل غری ستا په قومانده له مختلفو دلو سره وجنګیدل د هغوی بچی یتمان پراته دی ددوی حق او داچی په ناروا د وجنګول قسم په خدا ی که درته وپخشم
    د الله حق تر دی مخکی تا تقریبا ادا کری شه عابد یی د الله دشمنانو سره تر دی مخکی شه دشمنی کری صرف اوس اوس د پس له ډیرو جنګونو د الله سره جنګ ته هم شوق راغی او د امریکایانو د چتر لاندی به د الله پوځ سره هم وجنګیګی
    قدرمن مشر ه یو سوال لرم که چرته تا او ستا تنظیم د جواب جرات وی نو ولیکه چی پوه شو
    1 ستا ویناوو کی راغلی چی دا جنګ کی افغانان وژل کیژی تاوان یی صرف افغانانو ته رسیګی محترمه آیا نجیب بیا ربانی او بیا طالبانو سره جنک روسان وژل کیدل چی ورسره جنګیدی
    زما ستا یوه خبر شه په یاد ده او اوس هم د حزب نشرات او ویدګانی همدا بیانه ستا د فلمونو سر کی اچوی چی ته وایی اوقسم کوی په الله تر سو اسلامی نظام حاکم نشی وسله په زمکی نګدی او بل هیڅ شی باندی غیر له اسلامه نه راضی کیژی آیا ستا د غوشتنی سره سم اسلام اوس راغی ایا ربانی تر اشرفغنی ستر کافر وه ایا طالبان تر اشرفغنی بد ول
    2یو بله پوشتنه هغه داچی ته روس اشغال سره وچنګیدی او الله د درنه قبول کری او نجیب سره پدی وجنګیدی چی د روس ګوداګی وه خو هلته صرف روس وه او اوس خو دوه پنځوس کفری هیوادنو دی ملک کی حاکم دی آیا بیا د کوم خوب ولید یا د وحی دعوا کوی چی اوس درته نه اشغال شکاری نه هم کفر
    ا