کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / په فيسبوک کې/ رضوان الله فيضاني

په فيسبوک کې/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

عجيبه غوندې غوبل وي په فيسبوک کې
پېغورونه او ښکنځل وي په فيسبوک کې

څوک چپه او څوک راسته ولاړ وي خاندي
چا غوړ کړی تور اوربل وي په فيسبوک کې

د لايکونو کمينټونو حساب نه وي
لاپې شاپې او رټل وي په فيسبوک کې

شاعرانو بنډارونه وي جوړ کړي
څه ټپې او څه غزل وي په فيسبوک کې

رنګا رنګ ټاپې په هر چا وهل کېږي
يو قاضي وي او بل غل وي په فيسبوک کې

لېږي يو بل ته د مينې پيغامونه
مينه نشته بس چل ول وي په فيسبوک کې

ټول واړه زاړه ځوانان پکې اخته وي
جوړ هر وخت ګرم محفل وي په فيسبوک کې

څوک د کفر غلامۍ ته دليل تراشي
او څوک کفر ته اجل وي په فيسبوک کې

ګورئ سم يې استعمال کړيه ملګرو
د خطر شيان هر ځل وي په فيسبوک کې

( فيضاني ) څه نا اشنا نخرې پکې دي
راپورونه پل په پل وي په فيسبوک کې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ