کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / مسلمان شپونکى او يهودي

مسلمان شپونکى او يهودي

ژباړه: علام عمر عبدالله

یو یهودی دمسلمانانو له یوکلي څخه تېرېدی دا اراده يې وکړه چي باید ددې کلي مسلمانانو ته داسلام په هکله شکونه او شبهات ورپیدا کړم . مخکي له دې چي کلي ته ورسېږي یو شپون يې پیداکړ چي پسونه يې څرول یهودي له ځان سره وویل :لمړی يې له دا(ناپوه شپون )څخه راپیل کړه او داسلام په دين کي يې شکمن کړه.

یهودي شپون ته ځان یو لاروی مسلمان وښود تر کښېناستلو وروسته يې ورته وویل : ایا تا زموږ مسلمانان نه دي لېدلي چي دقران کریم درېش پارې په څومره تکلیف او زحمت سره په یادوي (حفظوي)؟

په داسي حال کي چي په قران کریم کي ډېر داسي ایاتونه سته چي یو له بل سره ورته دي (تکراري دي) ، نو ولي تکراري ایاتونه نه ځيني لېري کوو؟

ځکه په دې کي خو کومه ګټه هم نسته صرف دکلام”ایات” تکراردی .

وروسته یهودي خپله خبره برابره کړه او دمکر (چل) په خندا سره یې وخندل او زیاته يې کړه: له دې وروسته چي دقران کریم یوشمېر برخي حذف کړل سي موږ ته به دقران کریم حفظ او ګردان اسانه سي.

دټولو خبرو په جریان کښې چوپان غلی ناست او دیهودي خبرو ته یې غوږ نيولی ؤ کله چي دیهودي خبري خلاص سوې ، شپون وویل : ستاخبري ښې او قاعت ورکوونکي دي.

خو زما سره یوه پوښتنه ده : ایا ستا په وجود کي داسي ورته شیان نسته ؟ چي هيڅ ګټه هم پکښې نسته مثلاً :دوه لاسونه ، دوې پښې ، دوه غوږونه او دوې سترګي دي ؟؟!

نو ته ولي دا اضافه ورته شیان له خپل وجود څخه نه حذفوې ددې لپاره چي وزن دي لږ سي ، هغه خوراک چي ته يې خورې ددې پر ځای چي ستا دبدن مشابه غړو ته ورسېږي دبدن نورو برخو ته به ورسي او وجود ته به دي ګټه وکړي ، کله چي ته دخپل وجود دغه مشابه توکي له منځه یوسې نو په راحت به سې سره ددې چي ستا په وجود کي ددې شیانو تکرار کومه ګټه هم نه لري.

کله چي یهودي دشپون خبري وارېدلې دیهودي دمخ رنګ تور واوښت ولاړ سو او خپل دسفر سامان يې واخیستل پرکومه لار چي راغلی و بېرته هغې لاري ته وګرځېد دافسوس او ناهیلۍ اسوېلي يې وایستل او له ځان سره يې وویل: دیو شپون (چي پسونه یې څرول ) ځواب او فکر زه چپ کړم پس ددوی دعلماء ځواب به څه ډول وي؟؟.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. محمد نعیم سادات

    ددی لیکنی عنوان غلط دی . دا عنوان باید د [ مسلمان شپون او یهودی ] په څیر وای . د شپونکی کلیمه خپل خاص موارد لری چی باید هلته استعمال شی .