خبرونه

غزنی: خلکو درې تنه پولیس له درو انجونو سره لاس په لاس ونیول

نن ټکی آسیا: غزني ښاریانو هغه درې تنه پولیس چې په خپل موټر کې يې درې نامحرمه انجوني د ناروا اړیکو نیولو لپاره تر خوندي ځایه لېږدولې، نیولې او تر وهلو-ډبولو وروسته یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورکړي دي.

د غزني مرستیال والي محمدعلي احمدي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د خلکو له لوري د اخلاقي فساد په جرم کې د خپلو ښکېلو عسکرو نیول کېدل ومنل او زیاته یې کړه چې دغه درې تنه پولیس چې په یوه کرولا موټر کې يې درې پردۍ انجوني ورسره لېږدولې، د خلکو له لوري د ښار د څلورمې حوزې د حیدرآباد په سېمه کې نیول شوي او تر وهلو-ډبولو وروسته بېرته پولیسو ته سپارل شوي.
د پېښي عیني شاهدان وایي،پولیسو هڅه کوله چې د خپلو وسلو په مټ خلک وویروي ،چې ډزې يې هم پرې وکړې ترڅو ځانونه ترې وژغوري. خو خلکو مقاومت وکړ او ټول یې لاس په لاس ونیول او موټر ته یې هم اور ورته وکړ.
ویل کېږي،  پولیس او انجوني چې په هزاره توکم پورې اړه لري، د عاشوراد مبارکې ورځي په پلمه سره یو ځای شوي او د فحاشۍ د ترسره په لټه کې ول چې بالآخره د سېمي د متدینو خلکو له لوري پېژندل شوي او هغوی هم  له ذلت او رسوایۍ سره مخ کړي.
 د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د همدې ولایت د جاغوري ولسوالۍ مرستیال هم له انجونو سره د عیاشۍ او فحاشۍ پر مهال خلکو پر ورته برخلیک اخته کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x