کور پاڼه / روغتیا / هرات: په تیرو څلور میاشتو کې ۵۸ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي

هرات: په تیرو څلور میاشتو کې ۵۸ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د هرات ولایت د صحت عامې چارواکي وايي چې د تیرو څلور میاشتو په موده کې ۵۸ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هرات ولایت د مرکزي روغتون مشر میر ابراهیم رسنیو ته ویلي چې په تیرو څلور میاشتو کې د کانګو ناروغۍ له امله ۵ کسان مړه شول.

نوموړي زیاته کړه کله چې یو کس په کانګو ناروغۍ اخته شي، هغه باید ژر تر ژره روغتون ته ځان ورسوي، کنه تر څلور ورځو وروسته یې ژوند ژغورل ستونزمن کیږي.

میر ابراهیم ویلي چې د کانګو له ناروغۍ څخه مړه شوي کسان روغتون ته تر څلور ورځو وروسته رسیدلي وه، کله چې د هغوی وینه بهیدل پيل شوي وه، چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د کانګو ناروغي ښکاره نښي د سر درد، تبه، د بدن غړي درد کول، بندونه درد کول، په بدن باندي تور والی، کانګي او ویني بهیدل دی.

ویل کیږي چې په عام ډول دغه ناروغي د ناروغه حیوانانو له غوښي او د هغوی له وینو سره د تماس پر مهال انتقالیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ