
د چایو دې ځار شم اوس مې هندواڼه وخوړه !؟
محمدرحیم سکندر
دا روایتي خبره هسې مشهوره ده ، څوک چې چاته د چایو ست کوي نو هغه بل ورته وایي چې اوس مې هندواڼه وخوړه.
ځینې کسان په دې عقیده دي ، که هندواڼه وخورې او وروسته چای پسې وڅښې ، نو په خيټه کې هندواڼه کلکیږي او سړی وژني.
له یو متخصص ډاکتر نه مې همدا پوښته وکړه.
داکتر وخندل او زیاته یې کړه:
د انسان تودوخه تقریباً ۳۶ درجې ده او کله چې چای څښلو ته برابر شي ، نو چای هم ۳۶ درجې تود وي.
کله چې په انسان کې هندواڼه نه کلکیږي نو د چایو په څښلو به څه کلکه شي !؟
مقصد پرون ما هم دا تجربه وکړه ، دا هسې زمونږ د قبایلي کلچر روایات دي ، نه کوم اصل لري او نه مشکل شته.
ډېری خلک بیا په هندواڼه پسې تروې ( شومبلې) څښلمضر ښيي او د مرګ سبب یې بولي.
د کوم سپین ږیري په مخکې چا همدغه تجربه کړې وه ، نو له سبین ږیري نور دلایل ورک شوي وو ، په خندا یې ویلي وو : اوس والله نه هغه شومبلې څه شومبلې پاتې وي او نه هندواڼې څه هندوانې وي !؟
دغه راز خربوزه هم درواخلئ !
د زړو ښځو د روایاتو له مخې ، هغه څوک چې په وجود کې زخم لري ، نو هغه که د اوو ۷ کلونو پخوانی پرهر هم وي ، خو که خربوزه دې پسې وخوړه ، هغه پرهر دې بیا را تازه او ناسور کیږي.
په اروپا کې یو ډاکټر اپنډیسي شو ، کله یې چې اپریشن یې وکړ ، نو نرسانو ته یې وویل: تاسو اول ماته خربوزه راوړئ چې ویې خورم.
ډاکټران حیران شول چې دا څه وایي !؟
ناروغ متخصص داکټر وویل: اصلاً خربوزه میکروب نه پیدا کوي ، بلکې میکروب را وباسي . نو ډاکټر خربوزه په همغه اپریشن کې نوش جان کړه او هیڅ یې پرې ونه کړل.
زه هم په وجود کې بیخي زیات پرهرونه لرم او هر موسم کې خربوزه خورم ، خو هیڅ درد او زخم نه احساسوم.
یو خو رواني مشکل دي ، شاید یو کس په پاکو اوبو د چټلو اوبو ګمان وکړي او ویې څښي ، نو همدغه شک هم کولی شي چې ناروغ یې کړي او داسې ډېر شوي هم دي.
مقصد ټولې خبرې هم د زړو ښځو مه منئ ! ځکه کرکه مو له ښو، ښو نعمتونو بې برخې کوي.
رقیب په تور ماښام د چای ست وکړ
ما ورته ویل چې ما له یاره سره
وبښه اوس مې هندواڼه وخوړه