
د تقوی له امله یې د ازادۍ تر څنګه رمه هم ولجه کړه – رښتینې کیسه
ژباړه: م. حمدالله(دانشمند)
نافع- رحمه الله- فرمایي: د “عبد الله بن عمر- رضی الله عنه” په ګډون د مدینې منورې ځینې سیمو ته ووتو. له هغه- رضی الله عنه- سره خپل ملګري هم وه. د خوراک له پاره یې دسترخوان و غوړاوه، یو شپونکی پرې تېرېده، سلام یې واچاوه. عبد الله بن عمر- رضی الله عنه- ورته وفرمایل: راشه له موږ سره په خوراک کې ګډون وکړه!
شپونکي ورته کړه: زما روژه ده.
هغه- رضی الله عنه- ورته ویل: ته په دې ګرمه ورځ کې روژتي یې حال دا چې په د اسې غرونو کې د دغې رمې څرول هم په غاړه لرې؟!
شپونکی ورته کړه: په الله قسم: زه د دې ورانېدونکې دنیا په غېږ کې د تلپاتې ژوند له پاره توښه برابروم!
هغه مبارک ورته وویل- ده دهغه د پرهېزګاري ازموینه هدف وه -: ایا ستا له رمې نه یو پوسه په موږ نه پلورې، موږ به یې روپۍ درکړو، غوښه به یې هم درکړو، ته به روژه پرې ماته کړې؟
هغه ورته کړه: دا زما رمه نه ده، دا زما د مولی ده.
هغه مبارک ورته وویل: که یې مولی لټون وکړ، ورته ووایه: هغه لیوه رانه وخوړه؟
شپونکی پر شا وخوځېد په داسې حال کې چې ګوته یې د اسمان لور ته نیولې وه، دا جمله یې له ځان سره بار بار ویله:
“فاین الله؟”…
ژباړه: نو الله چېرته دی؟ یاني که مالک(مولی) مي په دې بیدیا کې نشته؛ الله پاک خو شته؛ هر حرکت مي څاري.
هغه مبارک چې کله مدینې منورې ته راغلی، څوک یې د هغه مولی ته ور واستاوه، رمه یې له شپونکي سره ترې و پېرله، مریی یې ازاد کړل، رمه یې و هغه ته ور وبښله
الماخذ: ﺻﻔﺔ ﺍﻟﺼﻔﻮﺓ: [ ۲ / ۱۸۸ ]،
شرح البخاری للسفیري: [ ۱ /۳۳۳ ].
ﻃﻌﺎﻣﺎً ﺇﺫ ﻣﺮ ﻋﻠﻴﻬﻢ ﻗﻄﻴﻊ ﻏﻨﻢ ﻳﺘﺒﻌﻬﻢ ﻋﺒﺪ ﺃﺳﻮﺩ ﺻﻐﻴﺮ ﺍﻟﺴﻦ ﻓﻘﺎﻝ ﻟﻪ : ﻋﺒﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﻋﻤﺮ ﻫﻠﻢ ﻟﻠﻌﻴﺶ ﻓﺄﺻﺐ ﻣﻌﻨﺎ، ﻗﺎﻝ : ﻳﺎ ﺳﻴﺪﻱ ﺃﻧﺎ ﺻﺎﺋﻢ، ﻓﺘﻌﺠﺐ ﻣﻨﻪ ﻭﻗﺎﻝ ﻟﻪ : ﻓﻲ ﻣﺜﻞ ﻫﺬﺍ ﺍﻟﻴﻮﻡ ﻓﻲ ﻫﺬﺍ ﺍﻟﺤﺮ ﺍﻟﻌﻈﻴﻢ ﺧﻠﻒ ﻫﺬﺍ ﺍﻟﻐﻨﻢ ﻓﻲ ﻫﺬﻩ ﺍﻷﻭﺩﻳﺔ ﻭﺍﻟﺸﻌﺎﺏ؟ ﻗﺎﻝ : ﻧﻌﻢ ﻳﺎ ﺳﻴﺪﻱ ﺍﻏﺘﻨﻢ ﺍﻷﻳﺎﻡ ﺍﻟﻔﺎﻧﻴﺔ ﻷﻳﺎﻡ ﺍﻟﺒﺎﻗﻴﺔ، ﻓﺘﻌﺠﺐ ﻋﺒﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﻣﻦ ﻛﻼﻡ ﻫﺬﺍ ﺍﻟﻌﺒﺪ ﻭﺣﺴﻦ ﻧﻴﺘﻪ ﻭﺃﺩﺑﻪ ﻓﻘﺎﻝ ﻟﻪ : ﻳﺎ ﺃﺳﻮﺩ ﺑﻌﻨﺎ ﻣﻦ ﻏﻨﻤﻚ ﺷﺎﺓ ﻧﺬﺑﺤﻬﺎ ﻭﻧﻄﻌﻤﻚ ﻣﻦ ﻟﺤﻤﻬﺎ ﻭﻧﻌﻄﻴﻚ ﺛﻤﻨﻬﺎ ﻓﻘﺎﻝ : ﻳﺎ ﺳﻴﺪﻱ ﺍﻟﻐﻨﻢ ﻟﻴﺴﺖ ﻟﻲ ﻭﺇﻧﻤﺎ ﻫﻲ ﻟﺴﻴﺪﻱ ﻓﻘﺎﻝ ﺍﺑﻦ ﻋﻤﺮ : ﺇﺫﺍ ﺳﺄﻟﻚ ﺳﻴﺪﻙ ﻋﻨﻬﺎ ﻓﻘﻞ ﻟﻪ : ﺃﻛﻠﻬﺎ ﺍﻟﺬﺋﺐ ﻓﻘﺎﻝ : ﺍﻟﻌﺒﺪ ﺇﺫﺍ ﻗﻠﺖ ﻟﻪ ﺃﻛﻠﻬﺎ ﺍﻟﺬﺋﺐ ﻓﺄﻳﻦ ﺍﻟﻠﻪ، ﻓﺒﻜﻰ ﺍﺑﻦ ﻋﻤﺮ ﻭﺟﻌﻔﺮ ﻳﻘﻮﻝ : ﻗﺎﻝ ﺍﻟﺮﺍﻋﻲ ﻓﺄﻳﻦ ﺍﻟﻠﻪ ﻳﻌﻨﻲ ﺇﺫﺍ ﻛﺬﺑﺖ ﻋﻠﻰ ﻣﺨﻠﻮﻕ ﻓﻜﻴﻒ ﺑﻲ ﺇﺫﺍ ﻛﺬﺑﺖ ﻋﻠﻰ ﻣﺨﻠﻮﻕ، ﻋﺮﺿﺖ ﻋﻠﻰ ﺍﻟﺨﺎﻟﻖ ﻓﻠﻤﺎ ﺩﺧﻞ ﺍﺑﻦ ﻋﻤﺮ ﺍﻟﻤﺪﻳﻨﺔ ﺳﺄﻝ ﻋﻨﻪ ﻓﺎﺷﺘﺮﺍﻩ ﻭﺃﻋﺘﻘﻪ