کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د سپټمبر ۱۱مه امريكايي وحشتونو ته يوه ښه پلمه

د سپټمبر ۱۱مه امريكايي وحشتونو ته يوه ښه پلمه

ویسا  ورځپاڼه

د بي بي سي تحقيقي راپور چې ددې نړيوالې راډيو له څپو هم خپور شو په ريښتينې معنا د سپټمبر له۱۱ مې  وروسته د امريكا هغه اقدامات روښانوي چې ددې پېښې په پلمه يې د ډېرو هېوادونو برخليك له بربادۍ سره مخ كړ.

د سپټمبر ۱۱ مې پېښه د القاعدې كړه وړه وو، پر دې اضافه ويل په كار نه دي، خو ددې پېښې په پلمه چې امريكا كوم اقدامات وكړل هغه د انسانيت په هېڅ قانون او اصول كې روا نه دي او نه وو.

په لنډو ټكيو كې امريكا پر افغانستان يرغل وكړ، دلته يې د اوږدمهاله جګړې اور بل كړ چې دا دي تر ننه روان دى او دا اوس زموږ له ولس نه د ورځې په حساب تر سلو تنو زياته قرباني اخلي. پر افغانستان له بريد دوه كاله وروسته يې د صدام حسين د رژيم د راپرځولو لپاره پر عراق يرغل وكړ، هغه هېواد يې هم د افغانستان په څېر په كنډواله بدل كړ،  د دښمنيو او فتنو تخمونه يې وكرل او نن عراق هم هره ورځ د خپلمنځي فتنو په اور كې سوځيږي. (بي بي سي) راپور د عراق په باب دى چې څومره په غلطو او درواغو ادعاوو يو لرغونى هېواد په كنډواله بدل شو او نن د ټوټه كېدو پر پوله ولاړ دى.

پر دې سربېره امريكا له سوډان تر افغانستانه ليبيا، سوريه او ګڼ نور هېوادونه له بې ثباتۍ او كورنۍ جګړې سره ښكېل كړل چې اوس يې زياتره نړيوال سياسي شنونكي د له منځه تلو او تجزيې وړاندوينې هم كوي، كه دغه هېوادونه تجزيه كېږي او له منځه ځي ددې پړه نيغه د امريكا پر اوږو، ځكه چې امريكا په دروغو تورونو او د بشري حقونو او ولسواكۍ په كاذبو شعارونو د دغو هېوادونو ثبات او امنيت تالا والا كړ. شتمنۍ يې ترې لوټ كړې او لرغوني آثار يې تالا ترغه كړل.

د بي بي سي دغه څيړنيز راپور د هغو ترخو حقايقو هينداره ده چې د واشنګټن چارواكيو په منځني ختيځ كې د اصلاح او سمون تر عنوان لاندې تر سره كړي خو انسانيت پرې شرمېږي. كه په ټوله كې بشريت وجدان ژوندى وي نړۍ بايد د امريكا د دغه وحشتونو مخه ونيسي، نه يوازې دا چې مخه يې ونيسي، بلكې دا حساب كتاب ورسره وكړي چې ولې دې په لكونو انسانان د ترهګرۍ د كاذب شعار په بدرګه  كې ووژل او د څو هېوادونو هست اوبود دې ټول ورته لوخړه كړل؟ امريكا بشريت ته بايد ددې حساب وركړي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. اوس هم خلګ په دی نه پوهیږی چې دا صلیبی جنګ دی او تر هغه به دوام کوی تر څو ټوله مسلمانان د مینځه نه وی تللی یا داسی کمزوره سوی نه وی چې د امریکا مطلق غلامی به منی – دوی چې هر څه کوی هغه خلګ یی حق بولی او مسلمانان چې د آزادی په خاطر د دوی مقابله کوی دا ترهګری بولی – الله عزوجل دی ناپوه مسلمانانو ته عقل ورکې او د اسلام دښمنان په هر لباس کې چې خدای پاک دی خراب او شرمنده کې –