دیني، سیرت او تاریخ

پر موسیقۍ یوه خبره!

نه پوهیږم دا ځینې ځآن نه پوهوي او که نه پوهیږي او ځینې خو لا بیا ضد اخستي دي او په همدې اسرار کوي چې موسیقي، ساز او سرود، العیاذ بالله په اسلام کښې روا ده او کوم ممانعت ورته نسته. دا خلک دوه ډوله دي: یوه ډول له قصده او عناده دا خبرې کوي، بل ډول یې په ناپوهۍ او د اسلام څخه په بې خبرۍ کښې دا خبرې کوي. هغه چې له قصده او عناده حرام ته حلال وایي هغه بېشکه چې له دینه وتلی کس دی او هغه چې په بې خبرۍ کښې دا خبرې کوي هغه په ستره ګناه کښې اخته دی او باید توبه وکړي او الله تعالی ته رجوع وکړي.

موسیقي یو له هغو کارونو څخه دی چې په اسلام کښې ناروا، حرامه، او ناجایزه بلل سوې ده. موسیقي د شیطان آواز دی، د شیطان شپیلۍ ده او همدا موسیقي د انسانانو د بې لارې کولو ډیره ستره وسیله باله شي. په موسیقۍ کښې د شهوت، بې سترۍ، بې حیایۍ، ناپاکیزګۍ معیار لوړیږي او د عفت، پاکیزګۍ، حجاب، حیا او حرمت معیارونه له منځه ځي. موسیقي د شیطان آواز دی او انسان خپل خالق ته نه مګر شیطان او ابلیس ته رسوي. ځینې وایي چې موسیقي د روح غذا ده، خو دا خبره سل په سله غلطه ده. ځکه دوی د روح او نفس تر منځه توپیر نشي کولای او نه تراوسه نفس پېژني او نه روح. حال دا چې د روح او نفس ترمنځه توپیر د ځمکې او آسمان هومره دی چې دلته پر هغو بحث کول موضوع بلې خوا ته بوځي او اوس پرې بحث نه کوو. موسیقي د مردار او کثیف نفس غذا ده. یو نفس اماره ده او یو نفس مطمئنة، نفس اماره هغه دی چې د الله تعالی له ذکر، تدبر، تفکر، عبادت او طاعت څخه وتلی وي او په حرامو او مردارو مشغول وي. بالعکس، نفس مطمئنة هغه نفس دی چې د الله تعالی په ذکر، طاعت او عبادت باندې مشغول وي، د شیطانانو او منافقینو وسوسې، چل او فریب یې نه پرې باسي او همیشه د هغه ذات په تکیه باوري وي او دریځ یې هومره پوخ او قوي وي چې شیطانانو هم پرې ایښی وي او کار نه پرې لري ځکه د هغه بې لارې کول دده د وس خبره نه وي. او نفس اماره د شیطان کور وي، د هغه پټنځای وي او له هماغه ځایه په نورو مؤمنینو غلچکي بریدونه کوي.  د نفس مطمئنة غذا قران، حدیث، ذکر، له علماؤ کرامو سره ناسته پاسته، فرایض، واجبات، سنتونه او همدارنګه د اسلام له واړه رکن او شرط څخه نیولې تر لوړ او لوی رکن پورې پلي کول او هغه نورو ته رسول په غیږ کښې نیسي. ځکه الله تعالی فرمایي، الا بذکر الله تطمئن القلوب، بېشکه چې د الله تعالی په یاد او فکر سره زړونه مطمئن کیږي. نو لدې معلومه شوه چې د نفسونو اطمینان، د روح اطمینان، او د بدن اطمینان د الله تعالی په ذکر کښې دی او ددې بالعکس، د زړونو خیره والی، توروالی، په ګناهونو کښې پټېدل او په سلو بلاؤ او مصیبتونو اخته کېدل د الله تعالی د ذکر او فکر په پرېښودلو او ترک کولو کښې دی.

ځینې خلک داسې دي چې خپل میل ته د دین او مذهب رنګ ورکوي او هر هغه څه چې دده نفس ورته ښه معلوم کړي هغه ورته په دین کښې معیار ښکاره شي او هغه بیا پر نورو باندې هم د منلو لپاره وړاندې کوي او د هغه لپآره بې ځآیه بې ځآیه دلایل وړاندې کوي. لکه وایي چې هغه موسیقي چې بې لاري، انحراف او بې حیایي نه رامنځته کوي هغه کښې څه خبره نشته، خو دلته له موسیقۍ څخه ددوی مطلب هغه غزل او شعر دی چې د موسیقۍ په بدرګه ویل کیږي چې د موسیقۍ بحث له غزل څخه ندی بلکه پر خپله په موسیقي، ساز او سرود باندې دی. د غزل بحث هم جدا او ځآنګړی دی چې باید څه ډول وي؟ محتوا یې څه ډول وي؟ بې لارې او ګمراه کوونکي کلمات او کنایې پکښې استعمال نشي او همداسې نور…!

مفسرین او علماء موسیقي د شیطان آواز بولي، له مجاهد بن جبیر رحمه الله  څخه چې د خپل عصر او زمان پیشوا او شیخ المفسرین وو او دیرش ځلې یې قران عظیم له عبدالله بن عباس رضی الله عنه سره معنی او تفسیر کړی دی روایت دی او فرمایي: د شیطان اواز د شپیلۍ غږ ته ورته دی، یا شپیلۍ د شیطان غږ دی. او ضحاک بن مزاحم رحمه الله هم دا خبره کوي چې د شپیلۍ (موسیقي) اواز د شیطان اواز دی.
ابن القیم رحمه الله پردې معتقد دی چې: هیڅ شک نشته چې سرود د شیطان له لویو آوازونو څخه ګڼل کیږي چې د هغه په واسطه انسانان تحقیروي او سپکوي، او ډار او اضطراب خوا ته یې کشوي او د قران ضد یو عمل دی، او حال دا چې د قران په سیوري کښې زړونه مطمین کیږي او د الله تعالی خوا ته متوجه کیږي. تفسیر قرطبي او بحر المحیط.

الله تعالی په قران کریم کښې فرمایي چې: و من الناس من یشتری لهو الحدیث لیضل عن سبیل الله بغیر علم و یتخذها هزوا اولئک لهم عذاب مهین.
او له خلکو ځینې داسې دي چې بیهوده خبرې اخلي څو خلک د الله تعالی له لارې څخه ګمراه کړي په نادانۍ او جهل سره، او د الله تعالی آیاتونه په تمسخر او ټوکو نیسي(ملنډې پرې وهي) او یقیناً چې ددوی لپآره مو خوارکوونکي عذاب تیار کړی دی.

حضرت حسن د لهو الحدیث په اړه داسې فرمایلي دي چې:
کل ما شغلک عن عبادة الله و ذکره من السمر و الاضاحیک و الخرافات و الفساد و نحوها. لهوالحدیث هغه څه دي چې د الله تعالی بندګان د هغه له ذکر څخه منع کړي لکه د شپې تر ناوخته کښیناستل، خنداګانې کول، ریشخند وهل او د ساز او سرود او اوریدل… او داسې نور !!
همدارنګه ددغه آیت کریمة د شان نزول په اړه داسې راغلي دي:
نضر بن حارث د قریشو څخه یو کس وو چې د اسلام سره په دښمنۍ کښې یې لومړی قدم درلوده او یو له هغو۹ نهو کسانو وه چې رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي وه چې که یې د کعبې په پوښ هم ځآنونه ځړولي وه نو ویې وژنۍ، دا ځکه چې دوی په مکي دور کښې رسول صلی الله علیه وسلم ته سخت تکلیفونه رسولي ول. نضر بن حارث  تجار وه فارس او شام ته به تللو او له هغه ځای څخه به یې مالونه راوړل او مکه کښې به یې خرڅول او له مکې به یې هغو ښآرونو ته وړل، چې پخپلو سفرونو کښې یې د پخوانیو شاهانو کیسې او تاریخونه زده کړي وه او له دې ښارونو به یې څه د تاریخ کتابونه هم راوړل چې هغه به یې په مکه کښې خلکو ته اورول او کیسې به یې کولې، خلک به پرې ور ټول وه او دده بنډار به برابر وه. کله چې اسلام ظهور وکړ، رسول صلی الله علیه وسلم علني دعوت ته شروع وکړه نو د نضر بن حارث دنده پراخه شوه او له یمن او شام څخه یې رقاصې راوستلې او ورسره یې د ساز او سرود سامان راوړ، چې پدې به یې د رسول صلی الله علیه وسلم د دعوت بهیر ټکنی کاوه او خلکو ته به یې د مکې په بازارونو او کوڅو کښې همدار نارې وهلې  چې هۍ خلکو: راشۍ زما خبرې واورۍ زه تاسو ته دا کیسې کوم چې د پاچاهانو دي او ددوی د اتلولیو دي، ددوی د جنګونو او مېړانو کیسې واورۍ..! بیا به یې د ساز او سرود محفل تود کړ او راوستلې  ډمانې او رقاصې به یې ګډولې …! او خلکو ته  به یې داسې وینا کړله چې زما خبرې غوره دي او که د محمد صلی الله علیه وسلم .. نعوذبالله. هماغه وو چې بیا د ساز او سرود په اړه دا آیت کریم نازل شو.

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه چې یو جلیل القدره صحابي وو د کوفې جامع جومات په منبر ناست وو او داسې یې وفرمایل:
قسم په الله چې بغیر له هغه څخه بل خدای نشته هیڅ داسې سوره نده نازله شوې چې زه پرې پوه شوی یم چې چیرې نازله شوې او هیڅ داسې آیة ندی نازل شوی مګر دا چې زه پرې پوه شوی یم چې دا د چا په حق کښې نازل شویدی ، او نه داسې څوک زه پیژنم چې په قران دې زما څخه زیات پوه شي او که کوم داسې اوښ وو چې د یوه عالم د اقامت تر ځایه به یې سفر کولای شوای نو امکان یې نه وو چې زه پرې سپور شوی نه وای او تر هغه ځآیه نه وای تللی. (رواه البخاري 47،9 مسلم 7،16) نو ابن مسعود رضی الله عنه ددغه آیت په اړه فرمایلي دي چې: قسم مې دې په الله تعالی وي چې لهوالحدیث ساز او سرود دی.
عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه چا پوښتنه وکړه چې په قران کښې لهوالحدیث څخه مراد څه دی؟ هغه مبارک ورته وفرمایل چې: لهوالحدیث ساز او سرود او موسیقي ده. قرطبي تفسیر52،14.
بل حدیث کښې راځي چې د ابن عمر رضی الله عنه غلام یې روایت کړی دی او وایي، چې زه له ابن عمر رضی الله عنه سره په لاره روان وم، ابن عمر رضی الله عنه پخپل مرکب سپور وه، چې له لرې مو د شپیلۍ غږ تر غوږو شو، هغه وارخطا شو او په غوږو کښې یې ګوتې کېښودې، چې ښه لاره وړاندې لاړو نو ما ته یې وویل چې دشپیلۍ آواز اورې نو ما ورته وویل چې نه اوس نه راځي، نو بیا یې له غوږونو څخه ګوتې وایستلې او ما ته یې وویل چې شپیلۍ د شیطان آواز دی.
پایله دا شوه چې موسیقي بذات خود یو شیطاني عمل دی او شیطان د الله تعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او ټولو مؤمنینو دښمن دی، د هغه هر کار او هر عمل باید رد شي او په څه چې خواریږي هغه باید ترسره شي.

عبدالبصیر عتیق زی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x