افغانستان

سرچینه: د حزب او حکومت تر منځ به د سولي سند نن یا سبا لاسلیک شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي افغانستان یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې نن د چارشنبې په ماپښين او یا هم سبا د پنجشنبې په سهار به د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولي سند لاسلیک شي.

دغه جګپوړی مشر چې د حزب اسلامي د مذاکراتو پلاوي ته ډیر نیژدې بلل شوی، ویلي چې حزب اسلامي به د هوکړه لیک تر امضا وروسته نور د وسلوال مقاومت څخه لاس واخلي او په سیاسي لوبه به ور ګډ شي.

د پاکستان د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼي د نوموړي له خولې لیکلي چې د امضا مراسم به نن د چهارشنبې ماپښين او یا هم سبا سهار ترسره شي.

د یادي سرچیني په وینا، غیرت بهیر به د حزب اسلامي د پلاوي مشري کوي او امین کریم به هوکړه لیک امضا کړي.
د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د شوې موافقې متن کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ متقابلې ژمنې او ګډې ژمنې دي. دغه سند په ۶ مخونو کې په درې فصلونو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوی دی.

په ګډو تعهداتو کې د دواړو لورو له لوري د جګړې پایته رسول، د سولې او امنیت تامین، اسلامي ارزښتونو ته پابندي، د قانون پر وړاندې د ښځو او نرانو برابر او له تبعیض پرته حقوق او نور دي.

د دولت په تعهداتو کې بیا په ګلبدین حکمتیار او د حزب په نورو رهبرانو باندې لګیدلي بندیزونه لرې کول، دغه ګوند په رسمي توګه پېژندل، د قانون له مخې دغه حزب ته د سیاسي فعالیت اجازه ورکول شامل دي.

دولت همدا راز ژمنه کړې چې حکمتیار ته به د جهادي رهبر په توګه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې خاص اعزاز او احترام ورکول کیږي او د هغه لپاره به له دوه تر دې د اوسېدو ځایونو، مصارف او امنیت ورکول کیږي.

پر دې سربېره دولت به د حزب اسلامي ټول بندیان چې جنايي جرمونه یې نه وي کړي خوشې کوي. همدا راز حزب اسلامي به هم د دولت ټول کسان چې ورسره بندیان دي، ازدوي.

د سند په یوه برخه کې راغلي چې حزب اسلامي به د ټولو «ترهګرو» ډلو سره اړیکې پرې کوي او هم به یې ملاتړ نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

پورتنی لیکنه کی می هغه کرښی ته له ډیره شرمه خندا راغله چه پکی ویل شوی چه د حزب یو لوړپوړی کس رسنیو ته د ( ځپل نوم په نه ښودلو ) ویلی چه د حزب نکاحنامه به نن یا صبا اعلان شی ، که دغه کار د حزب سم کار وی دحزب غړی پری ولی شرمیږی چه دخپل نوم د ښکاره کولو او یادولو شرمیږی او که بد کار وی نو بیا ولی تسلیمیږی . دی کار د حزب او حکمتیار ذلیلتیا په ډاګه کړه . د دوی د دی تسلیمی پوری د یوی افغانی میرمن یو ځواب دهغی… نور لوستل »

ضمیر

سوله اصلا د دوه متخاصمو دله منځ کی وی دی ته سوله ویل به اشتباه وی یاخو ارتداد او تسلمی سند وویل شی یا هم د احمد خبر نکاحنامه زه د ښکنزلو مخالف یم ځکه ځنی ملګری ګمان کوی چی کیدیشی دا به حزبی وی حکمتیار صاحب یوه ویدو ما ولیده چی هغی کی ویلی څوک چی امریکایانو سره د افغانستان اشغال مرستی کوی او کری یا هم مجاهدینو سره د امریکا لپاره جنګیګی بی له شکه مرتد دی اوس نو دا سوال پیدا کیژی چی محترم مشر د دووو جهادنو قاید د( دوی خبر ) حکم څه دی اوس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x