شعـــــرونه

دوی بيا جرګې راغواړي

د دوی حالت خراب دی ورته جرګې راغواړي
په غلامۍ نه مني زړې بانې راغواړي

د ډېر افسوس خبر، چې دوی حيا نه لري
بيا د ننګ غيرت خرڅلاو ته مرکې راغواړي

د شهامت نښي، شملې په اور سوځوي
پر قوم وحشت بس نه دی، نوي حملې راغواړي

دا په سرو ګټلی تاريخ په اور سوځوي
تو اوښکي بس نه بولي نوي پلمې راغواړي

د غلامۍ کړۍ ده، د پرمختګ په نامه
بمباردمان ستړي کړل تېرې چړې راغواړي

نه په غلام جوړه، نه د بادار څه وس کې
که يې په ورځ راغواړي که يې د شپې را غواړي

موږ فيصله کړې چې دښمن هيڅ نه منو
که دوی هغلته ورځي که هغوی دلې راغواړي

(رزينه) خوښه مې ده بس همدغه فيصله
دوی که ټانګو کې تښتي که طيارې راغواړي

—–

رزين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x