کور پاڼه / اقتصاد / په کندهار کې د برېښنا نه شتون د بی کارۍ کچه لوړه کړې
په کندهار کې بې کاري تر اتیا سلني زیاته شوې - انځور: فیسبوک

په کندهار کې د برېښنا نه شتون د بی کارۍ کچه لوړه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ځايي چارواکو په وینا د کندهار د برېښنا نه شتون د ۲۱۰ فابریکو د تړل کېدو سبب شوي او زیات شمېر نوري د سقوط سره مخ شوي دي.

د کندهار د کاراو ټولنیزو چارو، شهدیانو او معلولینو ریاست سرپرست مشر رسنیو ته ویلي چې په کندهار کې د بې کاره کسانو کچه له اتیا سلني هم اوښتې چې له امله یې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلي په خرابېدو دی.

نوموړي ویلي که چیري د کندهار ولایت د برېښنا د جوړلو لپاره بنسټیز ګامونه اوچت نه شي، د بې کارۍ کچه به نوره هم لوړه شي.

د صنعت کاروانو د اتحادیې مسؤول حاجي باري داد د «زما راډیو» په نامه ځايي راډیو ته ویلي چې د برېښنا د نیستۍ له امله د صنعتي پارک اکثره فابریکې تړل شوي او حالت یې ورځ تر بلي په خرابېدو دی.

د سرچیني په وینا یوازي صنعتي پارک نه بلکي د ژوند نور ډیر اړخونه زیانمن شوي چې له امله یې بېکاري زیاته شوې.

د کندهار برېښنا له کجکي بند څخه اخیستل کیږي، چیري چې له تیرو څو میاشتو راهیسي چارواکو وعده کړې چې دریم توربین به نصبوي او د کندهار برق به تر پخوا سمیږي، خو تر اوسه دغه پروسه ځنډېدلې او د کندهار ښار له برېښنا څخه بې برخي دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ