کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / پخلاینه «لنډه کيسه»

پخلاینه «لنډه کيسه»

ریاض الله مالیار

ناڅاپه شرنګ شو، موبایل ته زنګ راغی، په حیرانۍ یې سکرین ته وکتل، څو شېبې یې پکې سترګې پاتې شوې؛ خو! په لړزېدلو ګوتو یې شنه بټن پسې ووهله او و یې وې

-هلو

ها خوا ځواب راغی.

-اورې!

ده لنډ ځواب ور کړ.

-وایه!

موبایل کې ټیټ غږ وشو.

-څنګه یې؟

رنګ یې ژېڑ شو بیایې لنډه خبره وکړه.

-ښه یم وایه څه دي؟

ژړغونی اواز پورته شو.

-پوښتنه دې کوم.

دا غوسې واخیست او و یې وې:

-زما د پوښتنې خلک شته، سره بټن یې ووهله؛ موبایل یې مخ ته ونیو، شمېره پاکه کړه او پر ځمکه یې کېښود.

فکر یوړو، څو شېبې همداسې بېواکه وو، سوړ اسوېلی یې له خولې ووت، ځمکې ته یې لاس کړ؛ موبایل یې را پورته کړ، ورو جګ شو، سر یې ځوړند ونیو، روان شو، څو دقیقې وروسته تر هدېرې تېر شو، د غنمو د پټی تر څنګ د لښتی په غاړه کېناست.

موبایل یې مخ ته ونیو، شمېره یې ذهن کې لا پاتې وه، زړه نا زړه یې ووهله؛ د لږې خاموشۍ او پرلپسې څو ټالیو وروسته کمپیوټر ځواب ورکړ ، موبایل یې په ګوتو کې ونیو او سوچونو، پسې واخیست.

پنځه دقیقې لا تېرې نه وې؛ چې لاس یې ولړزید او موبایل وشرنګېده، په اوترۍ یې شېشې ته وکتل، په هماغې شمېره یې سترګې ولګېدې، ځیر ځیر یې ور وکتل او شنه بټن یې پسې ووهله.

غلی غږ راغی او په هلو یې خبرې شروع کړې،

ده په دردېدلي غږ یې ووې.

-وختي دې زنګ وهلی وو چې پوښتنه دې کوم

ولې؟ د څه دپاره؟

ورو یې غږ راغی.

-ستا پوښتنه مې کوله.

ده تندی تریو کړ و یې وې.

-زه څوک یم؟

پرته له ځنډه یې ځواب راغی.

-زړه مې یې.

دا غوسې واخیست او و یې وې.

-تېرې پنځه میاشتې دې زړه نه وم چې پوښتنه دې نه کوله؟

اسوېلی یې وکړ، ساه یې واخیسته ، غږ یې ورک شو او و یې وې.

-مشکلات وه.

دده تندی آوار شو هیڅ یې و نه وې.
هغې خبرو ته دوام ورکړ و یې وې.

-اوس خو پخلا شه کنه!!!


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ