کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / د تاليف او تحقيق ترمنځ تفاوت

د تاليف او تحقيق ترمنځ تفاوت

نجيب الله نايل

تر بحث وړاندې

په ټوليز ډول متني محصولات پر تأليف، تحقيق (تصنيف)، راغونډونې او ژباړې وېشل کېږي؛ که څه هم تحرير، تدوين او تلخيص هم کله ناکله په ادبياتو کې کارول کېږي، چې په پايله کې پورتني ياد توکي له پورتنيو سرليکونو سره اړيکه لري او د يوه خپلواک توکي په توگه د ارزونې وړ نه شمېرل کېږي. په گردو هېوادونو کې د تدوين د څوگونو ډولونو له ډلې “تحقيق” او “تأليف” ډېر کارول کېږي.

د پرمختلليو هېوادونو متني يېبره- که هغه بنيادي تحقيقات دي او که عملي يا کارېدونکي (ازمېيښتي) تحقيقات- عموماً تحقيقي بڼه لري. مگر په وروسته پاتې هېوادونو کې پر شديدې اړتيا سربېره، چې په بنيادي او تحقيقي برخو کې يې ورته لري، تأليف هم لوړ ځاى لري او د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې څېړنيز کارونه نه پېرونکى، او نه هم کوم پلټونکى او ارزښت ورکوونکى لري.
ناويلې پاتې نه شي، چې په پرمختلليو هېوادونو کې هم اوسمهال تأليف ځانگړى ځاى لري، يوازې دا هڅه شوې، چې د ليکنو د دا ډول کار گراف يوازې او يوازې د پايليکونو (مونوگرافونو) او نور ورته توکو پر چمتووالي راټيټ کړي؛ که څه هم هلته مونوگرافونه هم تر غوښتونې او مطلوبې کچې پورې رسېدلي دي او خپل ځاى يې ساتلى دى. نه لکه زموږ د هېواد په شان چې د موجودو شواهدو پر بنسټ ډېرى مونوگرافونه د مونوگراف جوړونې کارخانو په مټ توليدېږي، د محصلينو له لوري اخيستل کېږي او د يوه مدرک (ډيپلوم) د تر لاسي لپاره ترې گټه اخيستل کېږي.

په وروسته پاتې هېوادونو کې د مونوگرافونو او آن تأليفاتو يوه ستره ځانگړنه دا ده، چې گردسره کاپي دي او پر اوسنيو موجودو معلوماتو يوه ذره هم نه وراضافه کوي. يوه استاد، چې د علم او تحقيق درد يې زړه لوغړن کړى دى، وويل: “له ښاغليو ليکوالو هيله من او غوښتونى يم؛ پرېږدئ، چې د نورو ليکنې د هغوى په خپلو کتابونو کې ولولم، نه ستاسې کتاب!”

افغانستان هغه هېواد دى، چې بنيادي- تحقيقي څېړنو ته يوه جدي اړتيا لري، دا اړتيا هم شته، چې پوهان او د فکر څښتنان يې له ورځني وضعيت او منډو ترړو څخه ځان خلاص کړي او خپل پام دې مهم ټکي ته وبښي، چې نن او هم پرون تر ډېره وپېژندل شي او هم پر بنسټ يې د سبا لپاره يوه جامع طرحه چمتو کړله شي.

د ليکنو په يوې غټې ډېرۍ کې، چې هره ورځ په هېواد کې يې د توليد او تدوين چارې ترسره کېږي، ما عاجز بنده يوه ساده څېړنه ترسره کړې ده، چې مطبوعات د تأليفاتي وضعيت له مخې خورا غني دي، چې د کتاب په بڼه (پر ډېر کم شمېر سربېره) هره ورځ د چاپخونو پر خوا د چاپ لپاره ورروان دي. له بده شامته، کتابونه د سليقې او هم د وسوسي- سمتي او آن قومي انگېرنو پر بنسټ تأليف کېږي، آن شعري ټولگې هم له دې دايرې وتلى نه شي.

که څه هم د هېواد مطبوعات د توليد و تحقيق يوه کارخونه نه ده، بلکې د اړتيا د طرحې او پېژندنې يو ځاى دى. مگر کله ناکله تر سترگو کېږي، چې په رسنيو کې اړتيا دومره خوږه د پاموړ او طرحه کېږي، چې له څېړونکي سره د سوژې په موندلو او د مطالبو په تفکيک کې خورا زياته مرسته کوي.

په هېواد کې تأليفات چې په کومه کچه په پښتو او دري ادبياتو کې او يا هم د ديني و مذهبي مسئلو په اړونده برخه کې ترسره کېږي، هيڅ جوته نه ده، چې د کومې ادارې او يا مسؤلې ډلې تر سترگو تېرېږي او که نه؟ لا تر دې مهاله چې د هېوادنيو ليکوالو کومې ليکنې زما د سترگو تر ازمېيښتي لابراتواره تېرې شوې دي، د گاونډيو هېوادونو له ليکل شويو کتابونو سره هيڅکله د حجم، ډيزاين او سمون په برخه کې او هم د بحث د نوعيت له مخې رقابت کولى نه شي.

له همدې امله يوې پام اړوونکې ډلې ليکوالو ته وړانديز کېږي، چې کم ليکل وکړي، ډېر تأمل و تحقيق وکړي او مخکې له دې چې ليکل وکړي، تحقيق وکړي، چې آيا په ورته منځپانگه کې کتاب شته او که نه؟ که چېرې وي، اړتيا نه شته چې پر يوې داسې موضوع پانگونه وشي او ماشاء الله افغانستان چې څه شى زيات لري، انساني او ديني بکر و تازه موضوعات دي او ورو ورو پر هغو تمرکز، تحقيق او تأليف کېداى شي.

تأليف د “الفت” له ريښې څخه په يوې ټولگې کې د متناسبو مطالبو د جمع کولو، راغونډولو، گډولو او تړلو مانا ښندي او معمولاً پلټلو، غور، تجسس، تفحص، تفکر، تأمل، تفتيش، دقت او زغم ته اړتيا لري. که څه هم په دوديزه پېژندنه کې معمولاً تأليف او تحقيق او مؤلف او محقق د يو او بل پر ځاى کارول کېږي، خو د محقق او مؤلف تر مينځ غټ توپير دى.

تأليف هغه کتاب دى، چې مؤلف په کې له بېلابېلو سرچينو څخه يوازې او يوازې مطالب راغونډ کړي وي، پرته له دې چې خپل علمي مطالب او تحقيقات په کې راوړي. مگر تصنيف دې ته وايي، چې د مطالبو راغونډوونکى يې علمي مطالب او خپلې څېړنې، د افکارو پايلې او معلومات رانقل کړي.

د تأليف مانا

تأليف هغه مصدر دى، چې د وگړو د غونډولو، جمع کولو، ملگري کولو، همغږي کولو، جوړولو، سازولو، راټولولو او د دوى تر مينځ د الفت د رامينځته کولو په مانا کارول کېږي. مؤلف يوازې او يوازې له بېلابېلو سرچينو څخه د مطالبو راټولوونکى او تنظيموونکى دى، چې په لټون او تحقيق سره يې تر لاسه کړي دي. همدا راز دا ټکى ناويلى او ناليدلى پاتې نه شي، چې د راغونډونې او تأليف تر مينځ هم توپيرونه شته، چې دلته يې يوازې يوه توپير ته اشاره کېږي.

په تأليف کې د مؤلف د شخصي تفکر او نظريې د وړاندې کولو لپاره د نورو له کتابونو، نظرياتو او مسئلو څخه گټه اخيستل کېږي، خو په راغونډونه او تدوين کې د راغونډوونکي د نظر له اظهار پرته د نورو نظريات يوازې په يو ځلي ډول د ټولولو او انتقال لپاره راغونډېږي، چې يو لړ درسي متون او جزوات همدا بڼه لري.

د تصنيف او تحقيق مانا

د تحقيق ريښه د “حق” له چينې څخه راوتې ده. حق يانې هر هغه څه چې سم، محکم او ثابت وي. د “حق” د اصلي کلمې د ريښې مفهوم په خپلو ټولو مشتقاتو کې ثابت او له واقعيت او استحکام سره مطابقت لري.

د يوې خبرې احقاق او تحقيق يانې يو څيز ثابتول او محکمول، يو څيز په سمه توگه ثابتول، د يوه مطلب “حق” کېدا جوتول او همدا راز: د “هستيو” پېژندنه او کله کله هم د “شونتياؤ” پېژندنه. له همدې امله، تحقيق د يوه سم او حقيقي مطلب د “موندلو” لپاره علمي او فکري لټون او د دغه لټون “ارايه کول” او “اثبات ته رسول” دي.

مگر محقق د نقّادانه فکر او ژورې کتنې څښتن دى، د “نظر خاوند” دى او کار يې له بېلابېلو سرچينو يوازې د مطالبو راغونډونه نه ده، بلکې يو داسې پوه دى، چې يوه نظريه په دليل او برهان سره اثبات يا ردوي، يا يو نوى مطلب کشف کوي، يا خپل کشف شوى مطلب بشپړوي او يا هم هغه څيز چې تر پرونه پورې يې يوازې او يوازې د نظريې بڼه لرله، د اثبات تر پولې رسوي.

“د نظريې رامينځته کول او وړاندې کول” او هم د هغې اثبات ځواکمن ذهن او محققانه مېتود غواړي. مگر لټون او تجسس د تحقيق مقدمه کېداى شي او محقق د خپلو “موندنو” پر بنسټ کولى شي، چې يو څيز اثبات کړي او يا هم يوه خبره او نکته رد کړي.

تحقيق پر بېلابېلو بڼو وېشل شوى او بېلابېل ډولونه ورته په پام کې نيول شوي دي. د تحقيق تر ټولو غوره ډلبندي پر دوو ډولونو “بنسټيز تحقيق” او “کارېدونکي تحقيق” باندې وېشل کېږي.

بنيادي تحقيق د نويو علمي نظريو او په بېلابېلو برخو کې د علومو د پراختيا لپاره ترسره کېږي. دا ډول تحقيق د کُلي قواعدو يا د کشف د اصولو له لارې د علمي نظريو د پاللو په موخه رامينځته کېږي او په کارېدونکي کې دغو موندو ته د عمل او واقعيت په ډگر کې ډېر کم پام کېږي. دا ډول تحقيقات معمولاً په ازمېيښتي ځايونو يا لابراتوارونو کې او په تېره بيا پر ژويو ترسره کېږي. ارواپوهان او طبپوهان د پوهانو هغه ډله ده، چې د دا ډول تحقيقاتو د ترسراوي لپاره ډېر زيات لېوال وي.

کارېدونکي تحقيقات د مسئلو او ستونزو د چټک حل او د اړينو تدابيرو د غوراوي لپاره ترسره کېږي. دا ډول تحقيق د بنيادي تحقيقاتو له موندنو څخه په گټې اخيستنې سره د هغو بېلابېلو ستونزو د حل لټه کوي، چې په واقعيت او زموږ په ټولنه کې موجود دي. په بل عبارت، په کارېدونکي تحقيق کې محقق د بنيادي تحقيق موندنې د عمل په ډگر کې ازمېيي. له همدې امله، د بنيادي تحقيق پر خلاف چې نظري اړخ يې ځواکمن دى، کارېدونکى تحقيق تر ډېره له عملي مسئلو او واقعي پديدو له خوا سره ټينگه اړيکه لري او په ناازمېيښتي شرايطو او له سياسي، اجتماعي او… واقعيتونو سره د مخامخېدنې په پايله کې ترسره کېږي.

د تأليف او تصنيف تر مينځ تفاوت

په عين حال کې دې ټکي ته پام کول په کار دي، چې د منطق په علم کې د څلور گونو نسبتونو له مخې د تأليف او تصنيف تر مينځ منطقي اړيکه عمومي او مطلقه خصوصي ده. يانې هر تحقيق کېداى شي چې تأليف او پر هغه هم پورته واوسي، مگر تأليف په خپل وجود کې تحقيق کېداى نه شي.

په هر کتاب کې چې د يوه نظر د اثبات لپاره نورو کتابونو او نظرياتو ته رجوع وشي، که څه هم د يوه مؤلف له خوا د نظريې وړاندې کول ترسره شي، تأليف گڼل کېږي. لکه د ډېرى علمي کتابونو په شان چې علمي ارزښت يې د هغو په سنديت کې دى او د سنديت د اثبات تر ټولو غوره او ښه طريقه د نورو اثبات شويو نظرياتو او کتابونو ته رجوع کول دي.

هر هغه کتاب چې د نورو نظرياتو او کتابونو ته له رجوع او گټې اخيستنې پرته ليکل کېږي، تصنيف دى او تر ډېره د ادبياتو په برخه کې رايج دى، لکه گردسره رومانونه، شعري ټولگې او….

مگر د مثبتو علومو او تجربوي علومو او آن انساني علومو په برخه کې هم څېړنې ترسره کېږي، چې دا ډول څېړنې د بشر لپاره د يوې سترې تر لاسه شوې بريا او لاسته راوړنې په توگه شمېرل کېږي.

تأليفات په ټوليز ډول په سپارښتي او ايډيولوژيک ذهنيت سره تر کتنې لاندې ليکل او نيول کېږي، مگر تحقيقات تر ډېره له کنجکاو او حقيقت موندونکي ذهنيت څخه خړوب او سرچينه اخلي. له همدې امله، دقيق او پر مېتود ولاړ تحقيقات د يوې نظريې د توليد او رامينځته کولو لامل کېږي، خو تأليف د نظرياتو او قوانينو د توضېح او تفسير مسؤل او دنده پر غاړه لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ