کور پاڼه / ټولنیزه برخه / غواړئ خوشاله کورنۍ ولرئ!

غواړئ خوشاله کورنۍ ولرئ!

ژباړه- نصرت ارمان

۱. د کار او کورني ژوند تر منځ توازن

اسانه نه ده چې د کار او کورني ژوند تر منځ توازن وساتئ، خو څنګه يې کولای شئ؟ دا به ستاسو په کورنيو اړيکو کې خورا لوی بدلون راوړي. د کار او ژوند تر منځ توازن لرلو سره به هغه کارونه وکړئ چې د کورني تعهد سره هم برابر وي او د نهو بجو نه تر پینځو بجو پورې محدود نه وي.

په ځان د باور سرچينه چې تاسو همېشه او په هره ساحه کې په خپلو مسوليتونو سترګې نه پټوئ.
د خپل ژوند لپاره احساسات کنټرول کړئ، کورنۍ به مو خوښه وي چې له تاسو نه نور څه وګوري.

۲. خپل ځان ته وګورئ

والدين زياتره خپل ټول وخت د کورنۍ نورو غړو ته کتلو باندې مصرفوي او خپل ځانونه هېروي، که چېرته خپل ځان ته ونه ګورئ نو په پای کې به د بدبختۍ او درد احساس وکړئ او وبه نه شئ کړی چې د خپلو کوچنيانو د اړتياو پوره کوونکي شئ.

خپله په دې اعتراف وکړئ چې په حقيقت کې تاسو احساس لرئ او ځان ته اړتيا لرئ، دا خودخواهي نه ده چې د لږ وخت لپاره د خپل ځان درملنه وکړئ، ګرانه به نه وي، خو يواځې څه وخت دې ته وټاکئ چې هغه څه وکړئ کوم څه چې تاسو غواړئ، ښايی په ورځ کې لس منټه اوسي، خو دا ډېره مهمه ده.

۳. نظم- دسپلين

د سزا ورکونې د فکر پرځای تاسو بايد خپلو کوچنيانو ته له لارښوونې نه کار واخلئ، چې څنګه پرته له زيان او د چا له سرغړونې د خپلو اړتياوو پوره کوونکي شي؟

په داسې حال کې چې په قهر اوسئ، چوپ پاتې شئ او خپلو کوچنيانو ته لارښوونه وکړئ چې هغوی به څنګه وکړی شي مختلف حالت سمبال کړي؟ او څنګه په راتلونکو مختلفو وختونو کې مخکې تلی شي؟

دا لاره ډېره مثبته او رغوونکې ده.

.۴. د سرحدونو ټاکل

موږ ډېر کله سرحدونه ټاکو، چې کوچنيان له خطرونو او ضررونو وساتو، د امر صادرولو پر ځای مهمه دا ده چې تاسو تشريح کړئ چې ولې دلته سرحدونه دي؟ مثلاً: که هغوی له اور نه څنګ ته کوئ، ورته وواياست چې ولې دا کار کوئ؟

که والدين په کوچنيانو امرونه کوي، نو کېدای شي زړه نازړه شي چې لارښوونې تعقيب کړي، وضاحت ورکړئ چې ولې لارښوونې مهمې دي؟ دا به مرسته وکړي چې کوچنی وپوهېږي.

۵. مفاهمه او يو بل ته د فکر څرګندونه

مفاهمه په ښه او ستونزمنو دواړو وختونو کې اړينه ده، زياتره کوچنيانو ته سخته وي چې خپل احساسات په کلماتو کې څرګند کړي او يواځې فکر کړي چې د هغوی والدين ورته پوره غوږ دي.

د ځان په اړه خبرې وکړه، نه يواځې د خپلو ستونزو په اړه،که چرته کوچنيان خپل احساس په هغه شيانو کې چې ته يې کوې شامل کړي، هغوی هم خوښوي په هغه څه کې چې کوي يې ستاسو په ګډون ارزښت وويني.

۶. د وخت څرنګوالی

هڅه وکړئ له کورنۍ سره په ګډه څه وخت منظم کړئ، کېدای شي اونۍ کې درې وخته ډوډۍ خوړل چې وکړای شئ له کورنۍ سره يې خوړلو ته کېنئ. دا به ټولو ته موقع درکړي چې يوځای په مهمواو تفريحي موضوعاتو خبرې وکړئ.

له کوچنيانو وغواړئ چې کارونو کې مرسته وکړي او درسره لنډ سفرونه وکړي.

کېدای شي هغوی اعتراض ولري خو له بلې خوا د دې پرځای چې بهرنی شي احساس به يې ستاسو له ژوند سره يوځای شي.

۷. ګډ تصميم

لويو کوچنيانو ته طبعي ده چې حدونه او پولې امتحان کړي، ترڅو وګوري هغوی له ځان سره څه اخيستی شي؟
تاسو کېدای شي لازمه وبولئ چې ماشومان کله لس کلن شي نو له پولو سره اشنا شي.

ډېر محدوديتونه به ستونزمن وي چې ساتنه يې وشي، نو دا ښه مفکوره ده چې له هغه سرحدونو څخه ونه وځي کوم چې تاسو ته ډېر مهم دي، لکه ستاسود کوچنيانو خونديتوب.
لږ محدوديتونه چې تاسو جدي ټاکلي کوچنيان به يې قدردانی وکړي.

۸. راحت يا هوساينه

د کورنۍ لپاره اړينه ده چې يو بل ته په سختو وختونو کې لاس ورکړي او همدارنګه په ښو وختونو کې. که چرته يوه ځورېدلې کورنۍ وي او يا د کورنۍ غړی ستونزه لري، يو ځای مخکې تلل کولای شي رښتيني مرسته وکړي.

کوچنيان به داسې وخت کې ستاسو مرستې ته اړ وي او ضروري ده چې ور سره په دې برخه کې مفاهمه وکړئ، هغوی به ډاډ او توضيحاتو ته اړ ا وسي، عکس العمل به يې د عمر پورې اړه لري. دا کار هغوی تشويقوي چې له کوم چا سره بې طرفه خبرې وکړي.

۹.نرم و اوسئ

له هرڅه زيات کوچنيان غواړي چې له خپلو والدينو سره وخت تېر کړي، دا به وکړی شي چې د خوند اخيستلو شېبې جوړي کړي، د ناببره لوبې او پارک ته د ناپلان شوي سفر لپاره.

او همدارنګه ځينې شيان چې ته او ستا کوچنيان به يې ياد لرئ. دا ښه ده چې روزانه يې ولرئ.
د مصروفې کورنۍ لپاره به دا ګټوره وي چې مهالويش ولري.

۱۰. له خپل ملګري سره خاص وخت تېر کړه.

دا به تا او هغه ملګري ته چې کوچنيان لري سخته وي ترڅو وخت پيدا کړئ، خو لازمه ده چې يو بل ته وخت ورکړئ، کوچنيان د اړيکو په اړه زدکړه له خپلو والدينو کوي، ډاډه شه چې ته له هغوی سره په وار وار ، په ورځنيو موضوعاتو مفاهمه کولای شې.

همدارنګه د هغه شيانو په اړه خبرې وکړه چې خوند ترې اخلې، هڅه وکړئ وخت ترتيب کړئ چې وکړی شئ له يو بل سره يې تېر کړئ. يا د ډوډۍ خوړلو لپاره بهر لاړ شئ او يا تلويزون ته په ګډه کېنئ او چای نوش جان کړئ.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ