نظــر

خبريال وېبپاڼه، حقيقت که د سرچوک اوازې؟

په لوی غر وېبپاڼه کې مې د خبريال وېبپاڼې په دې عنوان ((له شپږو تنو څخه د پوليسو سره د تړاو په تور سرونه غوڅ سوي دي)) سترګې ولېږې دې، موږ چې د وژنو په يوه بې سرنوشته ناتاړ کې ښکېل يوو او ډېر کشش مو هم همدې لور ته وي، سمدواره مې همدا عنوان کلېک او د خبر په لوستو بوخت شوم.

الله تعالی حاضر دی چې تر پايه مې د خبر د عنوان کوم وضاحت ونه موند او نه مې د کوم چارواکي يا مخالف وسله وال له خولې د سر پرې کونې نقل قول مخې ته راغې.

عجيبه ده! موږ په رسنيز ډګر کې د رقابتي سياليو تاوجن بهير دومره پسې اخيستي يوو چې نه دروغ ګورو او نه رښتيا، بس مدا چې د لوستونکو د جلبونې چنګک (کونډه) پيدا او د خبر يا ليکنې عنوان ترې جوړ کړو، نور يې بلا ورپسې که هرڅه وو، وي به!

ژورنالېزم که په راپور کې د چټکتيا اصل ته لومړيتوب ورکړی خو ترڅنګ يې د دقت مسئله خورا اړينه ځکه ګڼلې چې په دې برخه کې تېروتنه د رسنۍ پر زوال څرخي.

زه چې څومره خبر يم د يادې وېبپاڼې مسوول (ميروېس افغان) په لندن کې مېشت او يو وخت د نړيوالې رسنۍ (بي بي سي) کارکوونکی تېر شوی، له داسې خلکو د اورېدونکو، لوستونکو او يا ليدونکو ډېره تمه د مسلکي چارو ترسروای وي نه داسې چې پاڼه يا نور فعاليتونه يې د يو کاذب رقابت په ډګر کې د عامو خلکو د اذهانو پر مخشوشوونکو کړنو بسيا وي.

افغان صیب خو به له ډېرو دوستانو سره د خپلې پاڼې د خبرونو پر چټکتيا او کره والي جرو- بحث کړی وي خو هېره به يې وي چې عمل کې يې کړنې د کوم مسلکي معيار په تول پوره دي؟

ژورنالېزم کې د سر چوک اوازو خپرول د اخلاقي موازينو خلاف عمل ګڼل شوی او د دې چارې د مخنيوي په خاطر يې د کره والي پر اصولو تاکيد کړی، مګر له بده مرغه چې د خبريال وېبپاڼې دا او دې ته ورته خبرونه عینی د سرچوک اوازو په تکيه خپرېدونکي وي، که داسې خبرونه هره رسنۍ خپروي د نيوکې او غندنې وړ، ځکه دي چې له يوه لوري به خپل باور د لاسه ورکړي او له بل هغه به يې عامه اذهان او روحيات بېځايه جريحه دار کړي وي.

د ۶ تنو کاريګرو ناحقه وژنه که د هرچا عمل وي، مردود او د انساني ارزښتونو خلاف کار دی، مګر دا چې داسې يو عمل خپله پوليسو يې په اړه پوره پلټنې او څېړنې نه وي بشپړې کړي په کوم دليل او د چا په استناد به ورته سړی د سر پرې کونې عنوان ورکړي؟!

په هېواد کې له تېرو څه باندې ۱۲ کلونو راهيسې غرب چوپړې رسنۍ په همدې تپ و تلاش کې دي چې په مستقيم او يا غېر مستقيم افغان ملت ته د دولت مخالف وسله وال (طالبان) تر سرو شورويانو زيات جنايتکار ور وپېژني، خو دوی اصلاً خپله خپلې سترګې په هغو حقيقتونو پټې کړي چې د يرغلګرو ځواکونو په عمل چارو کې ترسره کېږي او زموږ مظلوم ولس يې پايلې يوازې په ويرجنو اوښکو لمانځي.

د ياد خبر لېنک کتلی شئ:
http://www.khabarial.info/archives/98246

په هېواد کې د رښتيني افغاني ژورنالېزم د غوړېدا په هيله

ورېښمين تسل

———

د لیکوال خپل نظر دی، د ادارې توافق ورسره اړین نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x