کور پاڼه / ورزش / بنګلادیش سره د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

بنګلادیش سره د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمیټې د بنګلادیش پر وړاندې لوبیدونکې افغان لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ ملي لوبډله به د بنګله دیش پر وړاندې د خپلو درې سیالیو لړۍ د روانې میاشتې د ستمبر په ۲۵ نیټه پیل کړي.

د بنګلادیش پر وړاندې لوبېدونکي لوبډله کې کریم جنت، نوین الحق، رحمت شاه او احسان جنت نويو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

خو دوه مهم لوبغاړي ګلبدین نایب او شفیق الله شفق چې په تېرو ځلونو کې یې افغانستان ته خورا سختې سیالۍ ګټلي بیا له سیالیو څخه کېنول شوي دي.

کرکټ بورډ په دې اړه چې ولې یې ګلبدین او شفیق الله شفق کېنولي څه نه دي ویلي.

د بنګلادیش پر وړاندې ټاکل شوې لوبډله په لاندې ډول ده:

اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، نوروز منګل، شبیر نوري، رحمت شاه، نجیب ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شهیدي، سمیع الله شینواري، کریم جنت، میرویس اشرف، راشد ارمان، حمزه هوتک، نوین الحق، فرید ملک او دولت ځدراڼ.

افسر ځاځی، احسان جنت او آفتاب عالم د احتیاطي لوبغاړو په توګه.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ