
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): افغانستان، بنګلادیش او هند ښايي د سارک ناستې څخه چې د نومبر میاشت کې په پاکستان کې ترسره کیږي، پریکون وکړي.
انډيا ټوډی په نوم هندۍ ورځپاڼې د یو شمېر سرچېنو له قوله لیکلي چې دغه درې هېوادونه د پاکستان لخوا د سپانسر شوي «ترهګرۍ» قربانیان دي او په دې سره یاد هېوادونه غواړي چې نړیوالو ته دا وښيي چې پاکستان ته د «ترهګرۍ سپانسر» هېواد دی.
په عین حال کې په هند کې د افغانستان سفیر شیرمحمد ابدالي ویلي چې افغانستان، هند او بنګلادیش باید په سارک غونډه کې چې په پاکستان کې ترسره کېدونکي ده باید تحریم کړي.
هغه ویلي چې دغه درې هېوادونه د «ترهګرۍ» چې د پاکستان له خوا یې ملاتړ کیږي قربانیان دي.
دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوې اډې وسلهوالو برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۷ هندي عسکر و وژل شول. هند یې پړه پر پاکستان واچوله او ادعا یې وکړله چې برید د جیش محمد په نوم وسلې والې ډلې کړی دی.
پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
سلامونه اواحترامات اونیکی هیلی وراندی کو م دا ستاسی صفحه دا دوی ورز کیژی چه زماپه نصیب شوی دی په زره پوری.معلومات و راندی کوی خدای خیر درکری .بخشنه غوارم..چه پشتو توری په گوشی کشی نه شم را پیدا کولای..وسلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته..
ښه نظردی ځکه دسارک هیوادونه با ید یو بل سره په پوره اخلاص سره کاروکړی خو پا کستان وایی چی دافغاستان ما لونه هند او هند ما لونه افغانستان نه نه پریږدم او خپل بندر ورته نه خلاصوی. کله چی زمونګ دانګورو انارو وخت وی بیا سرجد بنده وی نو بیا دسارک عونده څه معنی، زه ویم چی دپا کستان سره با ید بیخی دیپلوماسی اړیکی پریشی ځکه چی دګټی نه یی تاوان ډیر دی. هرڅه چی مونګ ته لیږی هغه بد ترین کیفیت لری، ټول مسلمانان یی په مرضونو اخته کړل، نه یی عواړی دکار دی، نه یی وړه… نور لوستل »