کور پاڼه / د نن سرمقاله / د سولې د نړیوالې ورځې په پلمه

د سولې د نړیوالې ورځې په پلمه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: نن په نړۍ کې د سولې په نوم نړیواله ورځ لمانځل کیږي. دا ورځ په ۱۹۸۱م کال د سپتمبر په ۲۱ د ملګرو ملتونو لخوا د سولې په نوم ونومول شوه .

د ملګرو ملتونو سازمان د بیلا بیلو مناسبتونو په پلمه نړیوالې ورځې لري ، خو هغه ورځې ټولې تش په نوم او په اسلامي هیوادونو کې د د دوی د وضع کړیو مسمیاتو هیڅ مصداق نه لیدل کیږي.

زمونږ په هیواد کې د سولې نړیوله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د لته د ملګرو ملتونو تر وصایت او اشراف لاندې په لسګونو زره بهرني محارب ځواکونه میشت او هره ورځ په لسګونو د سولې آرمانجن افغانان د بیرحمانه بمباریو او وسله والو بریدونو په ترڅ کې وژني.

نه د ملګرو ملتونو اړوند د بشري حقونو د دفاع کمیسیون له همدي سوله ساتو امریکایانو!!! څخه د بیوزله افغانانو د وژنې په اړه د پوښتنې جرئت کولای شي او نه هم د ملګرو ملتونو ترحمایت لاندې جوړشوي حکومت د هغوی د خپلسریو د مخنیوي صلاحیت لري.

د ملګرو ملتونو سازمان سوله یواځې له هغو جګړې ته مجبورشویو ولسونو څخه غواړي کوم چې له خپلو هیوادونو څخه د دفاع په غرض د تیري کوونکو ځوکونو په مقابل کې جنګیږي.

یاد سازمان کله هم د دې جرئت نه دی کړی چې په افغانستان او عراق باندې د امریکایانو جنګي یرغل وغندي، په فلسطیني مسلمانانو د صهیونستي متجاوزینو مظالم تقبیح او په لیبیا باندې د ناټو ځواکونو ظالمانه تیري محکوم کړي.

د ملګرو ملتونو له نظره سوله یواځې دا مفهوم لري چې چې محکوم ولسونه دي د یرغلګرو په مقابل کې له مقاومته لاس واخلي او د هغوی په وړاندې د تسلیمي وسله پر ځمکه کیږدي.

د اسلام مقدس دین په داسې حال کې چې سوله اوسلمیت خیر بولي ، خو د تیري کوونکي په مقابل کې مقاومت شرعي فریضه ګڼي.

هغه سوله چې په اشغال شویو هیوادونو کې د یرغلګرو د زور اوزرو په مقابل کې پر ولسونو منل کیږي هغه سوله نه ؛ بلکې متجاوزو قوتونو ته د تسلیمي معنا لري او مسلمان ته شرعا دا جائز نه ده چې په ذلت او محکومیت سره پرخپل ځان د متجاوزینو حاکمیت ومني.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ