د نن سرلیکنه

د کابل پرونی برید د مشورتي جرګې لپاره د خطر لومړنی زنګ

په داسې حال کې چې د کرزي د راتلونکې مشورتي لویې جرګې د دائریدو لپاره د کابل په ښارکې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي ، بیاهم طالبان وتوانیدل چې د دغې جرګې د جوړیدو ځای ته په ډیر نیږدي واټن کې ځان ورسوی او هلته دولتي ځواکونه په نښه کړي .

د غه برید په داسې مهال کې ترسره کیږي چې له یوې میاشتې راهیسې د بهرنیو ځواکونو ترڅنګ دکابل حکومت د دفاع وزارت ، داخله وزارت او ملي امنیت چاراکو د اووه ورځنۍ مشورتي لویې جرګې د امنیت ساتلو په غرض په ډیرو ټینګو امنیتي تدابیرو لاس پوري کړی چې له امله یې ټول کابل ښاریان له زیاتو ترافیکي ستونزو سره مخ کړي دي .

د کرزي د امنیتي ارګانونو د دغو ټولو امنیتي تدابیرو سره سره د لویې جرګې د خیمې په څومتري کې د طالبانو پوځي برید داجوته وي چې هغوئ کولای شي لکه د تیرو دوو لویو جرګو په څیر داځلې هم د دغې جرګې ګډونوال د لویې جرګې د جوړیدو په مهال دخپلو پلان شویو بریدونو هدف وګرځوي .

طالبانو د لړم د میاشتې په شلمه نیټه دیوې اعلامیې په ترڅ کې د راتلونکې مشورتې لویې جرګې ګډونوالو ته خبر داری ورکړ چې په یادې جرګې کې ګډون ونه کړي ،او که څوک د دوئ د خبرداري باوجود ورکې ګډون کوي هغوئ به حتما په نښه کیږي او وژل کیږي .

په کابل کې د شنبې دورځې تر سره شوی برید د طالبانو د خبر داري د عملي کولو لومړنۍ مرحله وه چې له یوې خوایې د کابل د ادارې امنیتي چارواکي و ننګول چې که هرڅومره دوئ امنیتي تدابیر ټینګ کړي ، بیاهم طالبان کولای شي په آساني سره ترخپل هدف پوري ځان ورسوي ، او له بلې خوا یې جرګه والو ته دا پیغام ورساوه چې د طالبانو خبرداری تشه ادعا نه ، بلکې هغوئ عملا له پوځي لحاظه د هرهغه څه د تنفیذ وړتیالري چې دخپلو اعلامیو په ترڅ کې وخت ناوخت دکرزي ادارې چار واکو او یا د هغوئ ملاتړوته اعلاموي .

د امریکایانو له خوا د افغانستان له اشغاله راوروسته دا شپږمه لویه جرګه ده چې په همدغه ځای کې جوړیږي ، چې هرځل یې د جوړیدو لپاره ګڼ شمیر بهرني او داخلي ځواکونه ګمار ل کیږي ، لارې او واټونه ورته تړل کیږي او په پریمانه اندازه مراقبتي وسائل یې د څارنې په غرض په شاواخواکې نصب کیږي ، مګر بیاهم طالبان توانیږي چې د دغو ټولو ترتیباتو سره سره د جرګې امنیت اخلال او دکرزي امنیتي مقامات له ماتې او رسوايي سره مخ کړي چې د ۲۰۱۰ کال د جون دمیاشتې د سولې په مشورتې جرګې د طالبانو هیښوونکی برید یې ژوندۍ بیلګه دی کوم چې له امله یې د هغه وخت دکورنیو چارو او ملي امنیت وزیران استعفاته اړیستل شول .

د طالبانو پروني برید د زماني او مکاني شرائطو له مخې د خپلې نوعې ترټولو خطر ناک بریدوه چې د جرګې د جوړیدو لپاره ټول نیول شوي تدابیر او د تدبیر نیوونکو پوځي او استخباراتي وړتیایې تر پوښتنې لاندې راوستله ، دا به وروسته څرګنده شي چې دغه مخکې ترمخکې آزمویل شوي ځواکونه ترکومه بریده د جرګې دجوړیدو په مهال د جرګې د برخه والو لپاره د ډاډ وړ امنیتي فضاء تأمینولی شي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x