کور پاڼه / ټکنالوژي / ۱۰۰۰ جي بي میموري کارت جوړ شو

۱۰۰۰ جي بي میموري کارت جوړ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): په سمارټ فونونو کې اوس تر ټولو ستره ستونزه د میموري کمښت وي ځکه د ویډيو او انځورونو ریزولوشن زیات وي او ورسره د عکس حجم هم زیاتیږي چې د دغه مشکل له کبله د مبایل میموري ډير ژر ډکیږي.

خو نور په دې اړه چرت مه وهئ، ځکه اوس تازه دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا شوې ده.

د ټیکنالوژۍ پوهانو اوس تر ټولو ستر میموري کارت جوړ کړی چې په کې تر ۱۰۰۰ جي بي پورې مواد ساتل کېدلای شي.

دغه میموري کارت اوس تر ازمایښتي پړاوونو څخه تیریږي او تر دې دمه یې د بیې او بازار ته د وړاندې کولو په اړه تفصیلات هم نه دي وړاندې شوي.

دغه میموري کارت ته سان ډسک Sandisk نوم ورکړل شوی او ویسټرن ډیجیټل کمپنۍ له خوا تیار شوی دی. دغې کمپنۍ ۱۶ کاله وړاندې خپل ۶۴ ام بي میموري کارت جوړ کړی و او دوه کاله وړاندې یې ۵۱۲ جي بي میموري کارت هم بازار ته وړاندې کړی و.

که د تازه نوي جوړ شوي میموري کارت د ۶۴ ام بي میموري سره پرتله وشي نو نوې ۱۰۰۰ جي بي میموري کارت تر پخواني هغې ۱۶زره ځلې زیات غټ دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ