کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د «ترکتبارانو» ټولنې له عبدالله عبدالله سره سیاسي پریکون اعلان کړ

د «ترکتبارانو» ټولنې له عبدالله عبدالله سره سیاسي پریکون اعلان کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ترک توکمو (ترکتبارانو) ټولنې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې د ډاکتر عبدالله عبدالله پلویان وو، ویلي چې له دې وروسته له دغې ډلې څخه ملاتړ نه کوي.

د کانونو پخوانی وزیر عنایت الله شهراني، د ولسي جرګې غړی سردار محمد رحمان اوغلی او د ترکتبارانو یو شمېر نورو قومي مشرانو نن چهارشنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې له لارې د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې څخه پریکون اعلان کړ او ویې ویل چې له دې رووسته ورته اجراییه ریاست هېڅ مشروعیت نه لري.

سردار محمد رحمان اوغلي دغې ناستې ته وویل چې ډاکتر عبدالله ورسره ژمنه کړې وه چې ترکتبارانو ته به په حکومت کې برخه ورکوي خو کله چې هغوی واک ته ورسېدل د دغه قوم برخه یې هېره کړه او ژمنې یې د کاغذ پر مخ پاتې شوې.

اوغلي د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال د عبدالله له مهمو ملاتړو څخه و او د ګډحکومت تر جوړیدو وروسته هغه د ډاکتر عبدالله له لوري د اقتصاد وزارت ته پېشنهاد شو خو ولسي جرګې ورته د باور رایه ورنکړله.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. محمد نعیم سادات

    ددی ‌‌‌‌‌‌ډول ټولونو چی د قومی ټیکداری دعوه کوی نوم باید په کوم قوم پوری ونه تړل شی . ځکه چی د هیڅ یوه قوم ټول خلګ یو ‌‌‌‌‌‌ډول نظر نلری او دا ‌‌‌‌‌‌ډول ټولنی په هیڅ صورت د یوه قوم د ټولو وګړو افکار نشی تمثیلولای نو په همدی خاطر ددی ‌‌‌‌‌‌ډول ټولنو نومونه باید پدی ‌‌‌‌‌‌ډول ولیکل شی [ هغه ټولنه چی د ترکتبارانو د ټولنی په نوم ځان نوموی ] دلته په پورته لیکل شوی نوم کی دروغ موجود دی او دروغ ویل ګناه ده . ټولنه یعنی راټولیدل د خلکو راټولیدل او ددی ټولنی په نوم کی دعوه شوی چی په نوموړی ټولنه کی ټول د افغانستان ترکتباران راټول دی حال داچی تاسی خبر نه یاست چی په رښتیا به هلته څومره ترکتباران راټول وی . چی پدی حالت کی تاسی د نوموړو سره په نوموړی ګناه یعنی د دروغو په ویلو کی ځان شریکوی . نو په همدی خاطر موږ ته باید په هرڅه له ټولو اول اسلامی اساسات مهم وی نه داچی یوه خبره باندی که هغه له ګناه هم ‌‌‌‌‌‌ډکه وی خو چی د سیاست له مخی زموږ په ګټه وی یا د اسلامی اساساتو مخالفه خبره وی خو پدی خاطر چی فی الحال زموږ په ګټه وی موږ نوموړی خبره تکرار کړو او په نوموړی ګناه کی ځان شریک کړو