هند سره هوکړه لیک نهايي شو؛ افغان لوبغاړي به نور په IPL لوبیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق ستانکزي له خپل هندي سیال سره نن د هند په ممبۍ ښار کې د کرکټ اړوند یو هوکړه لیک نهايي کړ.

د دغې هوکړه‌لیک له مخې به افغان لوبغاړي وکولای شي چې د هند په غوره لیګ سیالیو یا آي پي ایل (IPL) کې ولوبیږی.

په هوکړه لیک کې پر دې سربېره راغلي چې د افغانستان او هند الف لوبډلو تر منځ او د دواړو هېوادونو ملي نولس کلنو لوبډلو تر منځ نړیوالې سیالۍ کیږي.

همدا راز به هند لوبڅاران، پیچ جوړونکي، او روزونکي روزي او هم به افغانستان وکولای شي چې د هندوستان له روزنیزو اکادمیو (د هندوستان ملي اکاډمي ملي اکاډمۍ، بنګلور او آیم آر ایف) څخه په منظم ډول وړیا ګټه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د