نظــر

غربي تبليغات مجاهدين سره نه شي بيلولی

 تيره ورځ مې په نن آسيا ويب پاڼه کې د مجاهد ورور ښاغلي انجينر ګلبدین حکمتيار په هغه پيغام سترګې ولګيدې، چې د مولوي صاحب جلال الدين حقاني د زوی شهيد ډاکټر نصير الدين حقاني د شهادت له امله خپور شوی وو.

که څه د اسلام دښمنان د مجاهدينو د ويشلو په هدف بېلابېل تبليغات کوي او تل د منځ لارو، توند لارو ـ حقاني شبکه او د کوټې شورا ـ طالبان او حزب اسلامي په نوم د مجاهدينو د وېشلو او بيلولو هڅې کوي، خو ښاغلي حکمتيار دغه پيغام به د ډېرو صليبيانو او غربي پالو په زړونو کې اورونه بل کړي وي.

د حق د لارې لارويانو او مجاهدينو تل د سترو دښمنانو پر وړاندې خپل منځي اختلافات یوې خوا ته کړي او دښمنانو ته يې په يو موټي توګه غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی چې ښه بيلګه يې د شهيدانو په ټاټوبي « افغانستان » د صليبي يرغلګرو د يرغل پر مهال د واقعي مجاهدينو يووالی وو. چې له يرغل سره سم حکمتيار صاحب، حقاني صاحب، خالص بابا رحمته الله علیه ټول د اسلامي امارت له مجاهدينو سره اوږه په اوږه د خپلې خاورې او دين د دفاع له پاره ودريدل چې له برکته يې نن دا ده مغروره امريکا چې په ټوله نړۍ کې يې پر چا سترګې نه ټکيدې، تش لاسو مجاهدينو ته په ګونډو شوه.

صليبيانو د طالبانو د ويشلو له پاره خولې شخې کړې، خو هيڅ توند لارې او منځ لارې يې پيدا نه کړل، د لوی الله مرسته او د امير المومنين حفظهه الله مدبرانه زعات تر اوسه هيچا ته دا اجازه ور نه کړه چې په دوی کې اختلاف پيدا کړي، که د معتصم په څېر ځينو که ځانونه هم وښورول ، ګذاره ور ته ګرانه شوه او ځای يې ترکيه شو.

غربي نړۍ همدارنګه له طالبانو څخه د حقاني صاحب د جلاوالي ډول هم ډېر وډنګاوو، خو کله چې سراج الدين حقاني ( خليفه صاحب) له بي بي سي راډيو سره مرکه وکړه او خپل ځان يې د عاليقدر امير المومنين امر ته ژمن وباله، د دوی ټول تبليغات يې له خاورو سره خاورې کړل.

که د ښاغلي حکمتيار وروستي پيغام ته په ځېر سره وکتل شي، نو دا د افغانستان او ټولې نړۍ مسلمانانو ته يو ښه زيری دی، چې لله الحمد مجاهدين سره يو موټي دي او د دوی تر منځ ځينې جزيي او د نظر اختلاف په دې معنې نه دی چې هغوی خپل دښمن هېر کړی او په خپلو کې سره اخته دي. هغوی د يو بل په درد دردمن دي او په خوشالي يې خوشاله کېږي.

د ټولو مجاهدینو د يووالي په هيله

ابو الياس جهادوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x