کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / دا په کومه خوا روان یاست؟!

دا په کومه خوا روان یاست؟!

شاعر: راشد

دا په کومه خوا روان یاست؟ ای زمونږ د چم مشرانو
امیرانو،   بادشاهانو،       عالمانو،               او پيرانو
دا په کومه خوا روان یاست؟ ها جهاد او تکبير څه شو
هر مجلس په کباب ګرم،  ها توپک او زنځير   څه  شو
ها خبرې ستا   واعظه!     ها فتوا     د        مولویانو
ها پنجکې    د پيرانو،        ها نقشې         د    نجرانو
ها جهاد،   جهاد نارې مو، ها پښې اېبله بهير څه  شو

 

نه دی    کفر    بدل     شوی،  نه ترې تللې امريکا ده
هماغه       زړه     دوستي ده،     هماغه   زړه بلا ده
هماغه د ارګ کونجونه، ټول ډک ښکاري له روسانو
له    خلقيانو    پرچميانو،     پرې  برسېره انګرېزانو
کومه نوې    وحيه راغله،    که ابليس  د مَلَک راز کې
هاغه زوړ قرآن بدل شو، که کارغه جامه د   باز کې
هديرې    هديرې     ډکې،     له     هغو چې   تا وژلې
صرف پدې    تور دې    نيولي،   چې کابل ته ولې تللي

زما مرۍ ده خپه شوې، سا     مې بنده    بنده کېږې
لاس مې رېږدې له غوسې نه، د شپېلۍ   غاړه وچېږي
که دا لږ غږ مې در تېر سو،   له دې بندو   دربڅو نه
له دې لرې، لرې زړونو،     د دې وخت   له پنجرو نه
راځه بېرته     زما خوا ته ، د    زاړه هجرت تم ځای ته
که دا نکېږي، نو پورته، شه     سنګر ته زاړه سرای ته
څوک له لوږې نه مړه کېږي، له   زمرو سره يو ځای شه
د شپانه رمه ترې واخله، خیر، شپونکی په لار د خدای شه
ټول تاريخ به په امان وي، هم راضي به پاک سبحان وي
چې     د تا     په لاره لاړ شي   ، د هغو به  کور ودان وي

که را دُرُومې نه، ور درومې، بيا لږ تم شه زما وېش  راکړه
صرف په خپل نامه کافر شه، زما تحريک تنظيم ته شا کړه
دې تنظيم کې شهيدان شته، دې تحريک کې   فدايان شته
دا نومونه     شاته پرېږده،     د دې    کار ساتندويان شته
خدای دې بيا هم لار کې پوه کړه چې را تاو شې له دې عاره
مجاهد شه مسلمان شه، خدای دې مه باسه له ښاره

راشد

۲۱ ذی الحجة ۱۴۳۷ه شپه ۱۲ نيمې

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ