کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / حب الوطن يا د هيواد مينه د نبوي صلى الله عليه وسلم هجرت په رڼا کي

حب الوطن يا د هيواد مينه د نبوي صلى الله عليه وسلم هجرت په رڼا کي

ليکوال : عبدالمالک همت

که کله انسان د کومي اړتيا له مخي خپل وطن پرېږدي، په ځان او وجدان کي يې د هغه سره شوق او مينه څپې وهي او ورپسي ديغ وي. دا ځکه چي له ده څخه پاته وطن هغه ځاى دى چي دى پکښي زېږېدلى، روزل سوى او لوى سوى دى. په وطن کي داسي يادونه وي چي نه هېريږي. په وطن کي د مسافر بچيان، خپلوان، پلرونه، نيکونه، دوستان ، آشنايان او ملګري وي.حب الوطن يا هيوادنۍ مينه د انسان په دننه کي يوه فطري ښکارنده ده، چي په هغې سره يې زړه پر ښور او خوځښت راځي او همدا راز يې په هغې سره وينه د بدن په رګونو کي جريان مومي. که څه هم وطن په يوه وچه بېديا کي د رېګو او شګو غونډۍ وي او يا پکښي د کړاوونو او بخولو سره مخ وي.

امام غزالي رحمة الله عليه فرمايلي دي:” انسانان خپله خاوره او پر هغې باندي شته شيان خوښوي او مينه او الفت ورسره لري، که څه هم دغه خاوره يو بې اوبو او بې وښو بېروونکي او وحشتناک بيابان وي. دا ځکه چي د وطن مينه د انسانانو په زړونو کي يوه ريښه لرونکې او ثابته غريزه ده. کله چي انسان پکښي اوسي پکښي هوسا او آرام وي، کله چي ځني ليري سي پسي دېغ سي، کله چي غليم هجوم پر وروړي په کلکه يې ننګه او دفاع کوي او کله چي څوک کوم تاوان ورورسوي باندي په غوسه کيږي“.

همدا د وطن سره مينه ده چي له حضرت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  څخه يو ځل د هغه د بعثت په پيل کي او بل ځل د هغه د هجرت پر مهال ځني څرګنده سوې ده. کله چي پر رسول الله صلى الله عليه وسلم  د لومړي ځل لپاره په حرا نومې سمڅه (غار) کي وحي نازلي سوې، نو هغه د خپلي مېرمني بي بي خديجې رضي الله عنها سره ورقه بن نوفل ته ورغى او هغه څه چي په حرا سمڅه کي ورپېښ سوي وه هغه يې ورته بيان کړل او هغه ته يې د جبرائيل عليه السلام د څرګندېدو په باب کيسه وکړه. ورقه هغه ته د هغه دغه خبري تفسيرولې تر دې چي ويې ويل:”کله چي ستا قوم ته له مکې څخه ايستلاى کاشکي زه ژوندى واى“. رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: «أَوَ مُخْرِجِيَّ هُمْ؟» (آيا دغه خلک ما له دې ځايه باسي؟). ورقه ورته وويل: هو، دا هرڅه رشتيا دي، هر چا چي ستا غوندي حق خبره راوړې ده، خلک د هغه دښمنان سوي دي. که زه  ستا د نبوت په دغه مهال کي و اوسم ، نو زه به ستا بشپړه مرسته وکړم.(خو ورقه څه مهال وروسته ومړ). ([1]).

د بخاري شارح سفيري  رحمة الله عليه ويلي دي چي: ”د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په دې قول کي چي ويلي يې دي: «أَوَ مُخْرِجِيَّ هُمْ؟» (آيا دغه خلک ما له دې ځايه باسي؟).  د خوابدتيا او درد له مخي انکاري استفهام دى. لکه چي هغه صلى الله عليه وسلم  ته دا ليري برېښېده چي دى بې له کوم لامله د لوى څښتن له حرم او د هغه له ګاونډه او د ده د پلار اسماعيل له ښاره وباسي. ځکه هغه صلى الله عليه وسلم  نه پخوا داسي کار کړى وو او نه يې په راتلونکي کي کاوه چي له خپله ښاره دي د هغه د ايستلو لامل سي. او نه په راتلونکې کي له هغه څخه د يوه داسي کار د ترسره کېدو تصور کېدى چي له مکې څخه د هغه د ايستلو لامل دي سي. بلکي هغه داسي غوره خويونه او ښېګڼي درلودې چي د هغه د لا ډېر عزت او لوړو پوړيو ته د هغه رسېدو او اوچتېدو لامل کېدلې“.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د خپل وطن او ولس سره د ميني او پېرزويني له امله وو چي هغه ديارلس کاله په نه ستړي کېدونکې توګه د خپلو خلکو د لارښووني او د جهل او ناپوهۍ له تيارو څخه د پوهي د رڼا لور ته د را ايستلو او د هغو د دې او هغې دنيا د سمېدو، د عدل او انصاف د رامنځ ته کېدو او د شر او ظلم د له منځه تلو لپاره په صبر او زغم او د ډول ډول کړاوونو په ګاللو سره بې امانه مبارزه وکړه.

خو چي د قوم لويانو يې د هغه د لارښوونو د منلو پر ځاى د هغه د وژلو او يا بندي کولو پرېکړه وکړه هغه اړ سو چي مدينې منورې ته هجرت وکړي.

مدينې ته د هغه صلى الله عليه وسلم  د هجرت په شپه هغه د مکې له ښاره پر وتلې يوه لوړه ځمکه ودرېدى او په داسي حال کي چي د هغې له ځمکي او کورونو څخه يې د خواشينې او درد او الم په حال کي خداى په اماني اخيستل، په هغې کي تېر يادونه ور په زړه سول او مکې ته يې داسي کلمات تر خوله ووتل چي د خپل کور او کلي او خپلوانو او دوستانو او د خپل کوچنيوالي او ځوانۍ د ټاټوبي او د بيت الله شريفي سره د هغه ژوره مينه له ورايه څرګندېده، هغه مکې مکرمې ته په خطاب کي وويل:

« وَاللَّهِ إِنَّكِ لَخَيْرُ أَرْضِ اللَّهِ وَأَحَبُّ أَرْضِ اللَّهِ إِلَى اللَّهِ وَلَوْلَا أَنِّي أُخْرِجْتُ مِنْكِ مَا خَرَجْتُ»([2]).

ژباړه: اى مکې په لوى څښتن قسم چي ته په رشتيا د خداى ډېره غوره ځمکه يې، او د خداى ډېره خوښه ځمکه يې، اوكه زه له تا څخه په وتلو نه واى اړسوى ، زه به له تا څخه هيڅ نه واى وتلى.

په بل روايت کي راغلي دي:

« مَا أَطْيَبَكِ مِنْ بَلَدٍ وَأَحَبَّكِ إِلَيَّ وَلَوْلَا أَنَّ قَوْمِي أَخْرَجُونِي مِنْكِ مَا سَكَنْتُ غَيْرَكِ»([3]).

ژباړه: ته څونه ښه او ښکلى  ښار يې او پر ما څونه ګران يې. كه زما قوم زه له تا  څخه نه واى ايستلى زه به بې له تابل  ځاى نه واى اوسېدلى. يعني زه مكه نه پرېږدم، او زړه مي نه غواړي چي ځني ووزم، خو زما د قوم د نادودو له امله د خداى امردغسي سوى دى.

په دې کي څرګند دليل دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  د خپل ښار او وطن مکې مکرمې سره زښته زياته مينه درلوده، لکه چي همدغه دوه حديثونه پر دې دلالت کوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  له مکې څخه د وتلو او له هغې څخه د ليري کېدلو له امله ډېر خوابدى وو، خو دا يو مجبوريت وو.

پورتنۍ خبري ابن هشام هم په خپل سيرت نبوي کي په څه تفصيل سره راوړي دي. سهيلي په خپل روض الانف کي د ابن هشام د څرګندونو په تشرېح کي ليکي: په دې خبرو کي چي په مکه پسي د نوموړو اصحابو کرامو د دېغت کومي يادوني سوي دي دا په انسانانو کي د وطن سره د ميني او په هغه پسي د شوق او کهښت يو ډول طبيعي غريزه ده. په حديث کي راغلي دي چي اُصيل غفاري له مکې څخه مدينې ته  ورغلى وو. نو حضرت بي بي عايشې رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په حضور کي له هغه  څخه پوښتنه وکړه او ورته ويې ويل: څنګه له مکې څخه راغلې؟ هغه د مکې ځيني ښه اوصاف ورته بيان کړل. له دې امله د رسول الله صلى الله عليه وسلم سترګي له اوښکو ډکي سوې او ويې ويل: اى اُصيله ! زړونه مو مه راولاړوه. ([4]).

امام ذهبي د هغو شيانو د شمېرلو په ترڅ کي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوښ وه او مينه يې ورسره درلوده وايي: ”رسول الله صلى الله عليه وسلم  د بي بي عايشې ، د هغې د پلار، اسامه، دواړو لمسيانو، حلوا او شاتو، احد غره او خپل وطن سره ځانګړې مينه درلوده“.

هو، رسول الله صلى الله عليه وسلم  د خپل وطن سره مينه درلوده ، له هغه څخه په وتلو خوابدى وو او نه ځني وتى، خو د مکې د مشرکينو له خوا په ډول ډول کړاونو وکړول سو او ډېر وزورول سو. هغه د خپل وطن د مشرکانو پر ټولو ظلمونو صبر کاوه او له زغم څخه يې کار اخيست، په دې هيله چي ګوندي د ده قوم د ده دين او بلنه ومني، اما د ده بلنه يې نه منل او پر خپل عناد او زورونو باندي کلک ولاړ ول. د ده اصحاب رضي الله عنهم يې هم زيات زورول. ځکه نو ده د خپل دين د ساتني، حمايې او ننګي لپاره او د مشرکينو له زورونو د ده د ملګرو د ژغورني لپاره له مکې څخه بې له وتلو بله چاره نه درلوده. دلته د دين د ملاتړ او ننګي خبره وه. د لوى څښتن دين خو بيا تر هر څه، تر وطن ، اهل او اولاد ډېر غوره دى. لوى څښتن فرمايي:

﴿ إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (40) ﴾ [التوبه:٩ : ٤٠]

ژباړه: (اى د لوى څښتن د پيغمبر د اصحابو ډلي!)که (پيغمبر وغواړي چي تاسي د دښمن مقابلې ته ور ودانګئ او تاسي ور ونه دانګئ او) د هغه (صلى الله عليه وسلم ) مرسته ونه کړئ، نو (هغه ته کوم تاوان نه رسيږي، ځکه چي) الله د هغه مرسته هغه مهال وکړه چي (د قريشو) کافرانو په داسي وخت کي (له خپل ښار مکې څخه) وايست  چي هغه له دوو تنو څخه دوهم وو،(يعني رسول الله صلى الله عليه وسلم  يوازي يو ملګرى درلود چي ابوبکر صديق وو او د مکې د ثور په غره کي يې يوې سمڅي ته پناه وروړه او درې ورځي يې پکښي تېري کړې). کله چي دواړه په سمڅه کي(پټ) وه او هغه (صلى الله عليه وسلم) خپل ملګري (ابوبکر) ته (چي د ده په اړه يې د هغه بېره وليدل)، وويل:”خوا بدى کېږه مه، الله (په خپل نصرت او ملاتړ سره) زموږ سره دى“.

د وطن سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اصحابو مينه :

لکه چي نبي  صلى الله عليه وسلم  ته له مکې څخه مدينې ته کډه کېده او هجرت سخت او ستونزمن کار وو، همدغسي اصحابو رضي الله عنهم ته هم له مکې څخه وتل دردوونکى او له کړاوه ډک کار وو. هغو ته مدينې ته له خپله خواږه وطنه په مسافرت سره ډول ډول ستونزي او تکليفونه پېښ سول. مکه د هغو وطن وو، په هغې کي زېږېدلي وه او په هغې کي لوى سوي او روزل سوي وه او هلته يې ژوند کړى وو. پښتانه وايي:

هرچاته خپل وطن کشميردی
ماته کشميردی د هيواد غرونه ډاګونه

نو څنګه چي هجرت او له وطنه کډه کېده صحابه وو ته ستونزمن کار وو ځکه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته د هغو د هجرت او د مدينې په اړه د معلوماتو په هکله له تدريج څخه کار واخيست. په دې اړه دې حديث ته پام وکړئ:

« إِنِّى أُرِيتُ دَارَ هِجْرَتِكُمْ ذَاتَ نَخْلٍ بَيْنَ لاَبَتَيْنِ ». وَهُمَا الْحَرَّتَانِ ، فَهَاجَرَ مَنْ هَاجَرَ قِبَلَ الْمَدِينَةِ، وَرَجَعَ عَامَّةُ مَنْ كَانَ هَاجَرَ بِأَرْضِ الْحَبَشَةِ إِلَى الْمَدِينَةِ ، وَتَجَهَّزَ أَبُو بَكْرٍ قِبَلَ الْمَدِينَةِ ، فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – « عَلَى رِسْلِكَ ، فَإِنِّى أَرْجُو أَنْ يُؤْذَنَ لِى » . فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ وَهَلْ تَرْجُو ذَلِكَ بِأَبِى أَنْتَ قَالَ « نَعَمْ » . فَحَبَسَ أَبُو بَكْرٍ نَفْسَهُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – لِيَصْحَبَهُ. ([5]).

ژباړه: ”ستاسي د هجرت ځاى ماته په خوب کي ښوول سوى دى، هلته د خرماوو بڼونه دي او د دوو ډبرينو ډګرونو په منځ کي پروت دى“. (دغه ډبرين ډګرونه يا ميدانونه يو حرة الوبره او بل حرة الواقم نوميږي). نو چا چي هجرت کاوه هغو مدينې ته هجرت وکړ او کومو خلکو چي حبشې ته هجرت کړى وو، هغه هم مدينې ته ورغله. حضرت ابوبکر رضي الله عنه هم مدينې ته د هجرت تيارۍ پيل کړې، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وويل: ”د څو ورڅو لپاره تم سه. زه هم هيله لرم  چي ماته هم د هجرت اجازه راکړه سي“. ابوبکر ورته وويل: زما پلار دي ترتا قربان سي ته هم په دې هيله يې چي د هجرت اجازه درکړه سي؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وويل:”هو“ . نو ابوبکر د رسول الله صلى الله عليه وسلم  سره په سفر کي د ملګرتيا لپاره خپله اراده وځنډوله.

له حضرت بي بي عايشې رضي الله عنها څخه روايت دى چي: کله رسول الله صلى الله ليه وسلم مدينې ته تشريف يو وړ، نو د ابوبکر او بلال رضي الله عنهما تبه سوه. ابوبکر به د تبي په حال کي دا شعر وايه :

كُلُّ امْرِئٍ مُصَبَّحٌ فِى أَهْلِهِ

وَالْمَوْتُ أَدْنَى مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ

ژباړه: هر څوک په خپل کورکهول کي شپه سهار کوي، په داسي حال کي چي د هغه مرګ د هغه د چوټي تر تسمې ډېر نژدې دى.

او کله چي به د بلال تبه وشکېده د ژړا سره يو ځاى به يې په لوړ آواز دا شعر وايه :

أَلاَ لَيْتَ شِعْرِى هَلْ أَبِيتَنَّ لَيْلَةً

بِوَادٍ وَحَوْلِى إِذْخِرٌ وَجَلُ

وَهَلْ أَرِدَنْ يَوْمًا مِيَـاهَ مَجَنَّةٍ

وَهَلْ يَبْدُوَنْ لِى شَامَةٌ وَطَفِيلُ

ژباړه: کاشکي ما يوه شپه د مکې په ناوه کي تېرولاى سواى او شاوخوا مي اذخر او جليل  واى.(اذخر يو ډول شين بوټى دى او جليل يو ډول واښه دي دا دواړه په مکه مکرمه کي زيات پيدا کيږي).

کاشکي يوه ورځ د مجنې اوبو ته رسېدلى واى. (مجنه له مکې څخه څه ليري، مرظهران ته نژدې د يوه ځاى نوم دى چي اوبه يې ډېري خوږې دي). او کاشکي مي (د مکې)  شامه اوطفيل (غرونه) ليدلاى سواى.

او همدا راز يې ويل: اى لويه څښتنه ! پر شيبه ، عتبه او اميه باندي خپل لعنت نازل کړې! دوى موږ له خپله وطنه د وبا دې ځمکي ته اړ کړي يو.

بيا کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  په دې خبرو خبرسو ويې ويل : لويه څښتنه! زموږ په زړونو کي د مدينې مينه داسي پيدا کړې، لکه چي د مکې مينه دي زموږ په زړونو کي پيدا کړې ده، بلکي د هغې تر ميني يې لا زيات کړې. اى خدايه ! زموږ په غله او حاصلاتو کي برکت کښېږدې او هوا سمه او زموږ سره موافقه کړې او تبي يې ”جحفې“ ته ولېږدوې.

عايشې بي بي وويل: کله چي موږ مدينې ته ولاړو، نو دا د خداى  تر ټولو زياته وبايي ځمکه وه او د مدينې په بُطحان نومې يوه وياله کي لږ لږ بدخوندي او بدبويه اوبه بهېدلې.

رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل وطن سره د اصحابو د ميني په پوهېدو سره لوى څښتن ته ډېر ډېر سوالونه او دعاوي کولې چي ده او د ده اصحابو ته د مدينې منورې سره داسي مينه او محبت ورپه برخه کړي چي د مکې تر ميني زياته وي. دا له دې امله چي مدينې منورې ته دا فضيلت او ښېګڼه ور په برخه وه چي د اسلام او هغه ته د بلني ټاټوبى سي او د نبي صلى الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو څخه د ننګي او ملاتړ منځى سي.

لله انس رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: «اللَّهُمَّ اجْعَلْ بِالْمَدِينَةِ ضِعْفَىْ مَا جَعَلْتَ بِمَكَّةَ مِنَ الْبَرَكَةِ »([6]).

ژباړه: اى لويه څښتنه ! هغه برکت چي تا په مکه مکرمه کي ايښى دى، د هغه دوه برابره د مدينې په برخه کړې.

له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل:

«اللَّهُمَّ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ عَبْدُكَ وَخَلِيلُكَ وَنَبِيُّكَ وَإِنِّي عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ وَإِنَّهُ دَعَاكَ لِمَكَّةَ وَإِنِّي أَدْعُوكَ لِلْمَدِينَةِ بِمِثْلِ مَا دَعَاكَ لِمَكَّةَ وَمِثْلِهِ مَعَهُ»([7]).

ژباړه: اې لويه څښتنه ! بې شکه چي ابراهيم عليه السلام ستا بنده، دوست او نبي وو او زه هم ستا بنده او نبي يم. هغه مکې مکرمې ته دعا وکړه او زه مدينې منورې ته د هغه غوندي (د برکت) دعا کوم او ورسره د هغونه زيات برکت دعا هم کوم.

لوى څښتن د هغه دعا قبوله کړه. مسلمانان يې له تبو څخه وژغورل او مدينه منوره د نبي صلى الله عليه وسلم  او د هر مسلمان مهاجر لپاره چي له هره ځايه ورته ورتله محبوب وطن وګرځېد.

سره د دې چي صحابه وو د مکې سره مينه درلوده، خو د خپل وطن پر مينه او محبت باندي يې
د الله جل جلاله دين غوره او لوړ وباله، نو هغه وو چي لومړى يوشمېر کسان حبشې ته مهاجر سول.
اما بيا ټولو خپل وطن پرېښووى او د خپل دين د ساتني او په خلکو کي د هغه د خپرېدو لپاره مدينې ته کډه سول. له دې امله لوى څښتن سبحانه په مهاجرينو وستايل او دا صفت د دوى داسي ستاينه وګرځېدل چي د قيامت تر ورځي به د دوى قدر لوړوي او فضل او ښېګڼه به يې څرګنده وي، لوى څښتن په دې اړه وفرمايل:

﴿ لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ (8) ﴾[الحشر:٥٩:٨]

ژباړه: ( همدارنګه دغه په مخکني آيت کي د ياد سوي مال يوه برخه دي) پر هغو (د الله په لار کي) غريبو مهاجرينو باندي ولګيږي چي د خپلو كورونو(اولادونو) او شتمنيو پرېښوولو ته اړ کړى سوي دي . دوى هيله لري چي الله (پر دې دنياپه روزۍ ورکولو سره) فضل پر وکړي او (په هغه دنيا کي يې) د هغه رضا په برخه سي او دوى (د الله په لار کي په جهاد کولو سره) د الله او د هغه د رسول نصرت ته ملاتړلي اوسيږي. (په دغو صفتونو) همدغه ستايلي کسان ريشتوني خلك دي (او په حقه سره پر خپل ايمان ټينګ ولاړ دي).

حقيقت دادى چي د وطن سره د مسلمان مينه او د وطن د خير او ښېګڼي هيله او وطن ته د دغسي ښېګڼو د ورپه برخه کولو لپاره هلي ځلي د نبوي هجرت له درسونوڅخه باله سي نه تعصب. البته که څوک يوه هيواد يا يوه قوم ته خير او ښېګڼه غواړي او بل ته يې نه غواړي يا اسلامي امت پر يو له بله بد وړونکو او متنفرو هيوادونو او قومونو سره وېشي دا ښه کار نه دى. حب الوطن دا معنا چي د ټولو هيوادونو د ټولو مسلمانانو تر منځ وروري، مينه او الفت، مرسته او نصرت رامنځ ته سي، لوى څښتن فرمايي: ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ [الحجرات:٤٩:١٠] (بې شکه چي مسلمانان په اسلام کي سره وروڼه دي).

او رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي:

«تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِى تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى » ([8]).

ژباړه: مسلمان انسانان يو له بله په رحم، اړېکو او همکاري کي د يوه بدن غوندي دي، چي که يې له غړو څخه يو غړى درد وکړي، د بدن ټول غړي په ناآرامي او تبه اخته کيږي.

سعدي رحمة الله عليه  دغه معنا په خپل يوه شعر کي چي ډېر مشهور سوى دى داسي راوړې ده:

او همداراز رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي:«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ»([9]). (مسلمان د مسلمان ورور دى).دغه راز فرمايي: « الْمُؤْمِنُونَ تَتَكَافَأُ دِمَاؤُهُمْ وَيَسْعَى بِذِمَّتِهِمْ أَدْنَاهُمْ وَهُمْ يَدٌ عَلَى مَنْ سِوَاهُمْ أَلَا لَا يُقْتَلُ مُؤْمِنٌ بِكَافِرٍ وَلَا ذُو عَهْدٍ فِي عَهْدِهِ »ژباړه: د مسلمانانو ويني (په قصاص او ديت کي) برابري دي او په هغه کي شريف پر ادنا او شتمن پر نشتمن فضيلت نه لري. له هغو څخه که کوم ادنا څوک هم کوم چاته امان ورکړي، نو د هغه د امان لحاظ بايد وسي او له خپلو پرته پر نورو(کفارو) باندي د يوه لاس غوندي (يوموټى) دي. خبر اوسئ ! د کافر په بدل کي دي مسلمان نه وژل کيږي او نه دي کوم ذمي تر هغه مهاله وژل کيږي چي د ژمني (معاهدې) موده يې پاى ته نه وي رسېدلې او شرايط يې پر خپل ځاى پاته وي.پای.([1])-  صحيح البخاري، كيف كان بدء الوحي إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم؟، درېيم حديث او مسلم ، کتاب ، الايمان، باب بدء الوحي إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، ٢٥٢ (١٦٠) حديث .

([2])-  سنن ترمذي، کتاب المناقب، باب في فضل مکة، 3925 شمېره حديث. د دغه حديث په اړه امام ترمذي وايي: دغه حديث حسن، غريب ، صحيح دى او د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني او نورو هم صحيح بللى دى.

([3])-  سنن ترمذي، کتاب المناقب، باب في فضل مکة، 392٦ شمېره حديث. د دغه حديث په اړه امام ترمذي وايي: دغه حديث حسن، غريب ، صحيح دى او د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني او نورو هم صحيح بللى دى.

([4])-   وګورئ د الروض الانف (   ) مخ ([5])-  صحيح البخاري، کتاب مناقب الانصار، باب هجرة النبى – صلى الله عليه وسلم – وأصحابه إلى المدينة ، ٣٩٠٥حديث .

([6])-  صحيح البخاري ، کتاب فضائل المدينة، باب المدينة تنفي الخبث، ١٨٨٥حديث او مسلم، کتاب الحج، باپ فضل المدينة، ١٣٦٩ حديث.

([7])-  مسلم، کتاب الحج، باب فضل المدينة، ١٣٧٣ حديث.

([8])-  صحيح البخاري، كتاب الأدب،  باب رحمة الناس والبهائم،6011حديث.   

([9])-  صحيح البخاري،کتاب المظالم والغضب ،  باب لا يظلم المسلم المسلم ولا يسلمه، 2442حديث.    

بنی آدم اعضای  يکديگرند
که در آفرينش ز يک گوهرند
چو عضوی به درد آورد روزگار
دگر عضوها را نماند قرار
تو کز محنت ديگران بی غمی
نشايد که نامت نهند آدمی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ