افغانستان

امریکایانو ته ددایمي اډو اوقضايي مصؤونیت دورکولود مخالفت لپاره دمتعهدو ځوانانو دهمغږۍ ټولنې دلويې ناستې پرېکړه لیک

قال تعالی : ولن یجعل الله للکافرین علی المومنین سبیلا ( الایة سورة النساء :141 )

الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین  والصلاة والسلام علی  سیدنا  محمد وعلی آله واصحابه اجمعین

 زموږ ګران هېواد افغانستان په ډېرو ناوړو ،نازکواو جنګي شرایطو کې قرار لري او هره ورځ موله هېواده  دسپین ږیرو،سپین سرو کوچنیانو او تنکیو ځوانانوله سلوډېرې جنازې پر اوږو وي اوددې ټول ناوړه حالت اوجنګ  او جګړو علت په افغانستان کې دبهرنیوځواکونو وسلوال شتون دی،

امریکایانو او ناټو  چې دلته دخپل راتګ لپاره  کومه پلمه عنوان کړې وه په تعقیب کې يې ناکام شول، وسلوال مخالفین يې ترپخوا لاپیاوړي شول، دافغانانو دیني اوفرهنګي ارزښتونه يې ترپښولاندې کړل ،آن پر ودونو اوجنازو يې بمبارد وکړ،نه يې دافغانستان دبیارغونې لپاره کوم  دیاداوحساب وړ ګام واخست، نه يې دافغانانو  ژوند ،پرمختګ اوهوسايۍ ته پام وکړ،نه يې په افغانستان کې کومه لویه پروژه پیل کړه، نه يې افغانانو ته دکار او روزګار په موندلوکې کومه رښتينې هڅه وکړه، نه يې دافغانستان دامنیتي ځواکونوپه ځواکمنتیا اوجوړښت کې مرسته وکړه، نه يې اجازه ورکړه چې افغان ولس ځانته یو واقعي اوددوی دخوښې حکومت جوړ کړي.،ددوی دشتون له کبله  نړیوال افغانانو ته  دنړۍ په کچه دلومړي درجه  مفسد  ،مستبد ، ناکام اوناکاره هیواد  دخاوندانو پېغور ورکوي، په حقیقت کې دافغانانو داوسنیو ټولو بدمرغیواصلی عاملین اوبنسټ ايښودونکي همدا امریکایان او ددوی نړیوال حشر ګړي دي.

اوس چې دوی په افغانستان کې له ماتې سره مخ او دا مالي او ځاني تلفات ورته دزغم وړندي نو غواړي چې دخپلو اوږدو موخو لپاره تکتیک بدل ،جګړه  بین الافغاني کړي اودجګړې د دواړو خواوو  ټول بوج پر افغانانو ورواچوي ،دهمدې لپاره يې دامنیت دانتقال سمبولیکه پروسه  اوډرامه ترسره اوظاهرا ځان له مسؤولیت څخه خلاص کړخوپه افغانستان کې دخپلو اوږدو او استراتیژیکو.موخودترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې اوږدمهال نظامي شتون او له افغانستان څخه دژاندارم دنقطې په توګه استفاده  ددوی جدي اړتیا ده او داسې ښکاری چې افغان حکومت هم دوی ته په هرحال دملت دارادې پرخلاف  دایمی نظامي اډې اوترټولو شرموونکې لاداچې اوس دیوې جعلي مشورتي جرګې له ادرسه قضايي مصؤنیت هم ورکوي .

کرزی او دده ډله په داسې حال کې امریکايانو ته  دایمی اډې اوقضايي مصؤنیت ورکوي چې دده دخپل حاکمیت مشروعیت  ترپوښتنې لاندې دی ، هیواد موله ډېرو سختو سیاسي  اونظامي کشمکشونو سره لاس او ګریوان  اوله هرډول سیاسي اونظامي ثبات څخه بې برخې دی نو له همدې کبله دمتعهدو ځوانانو  دهمغږۍ ټولنه دخپل دیني او ملي رسالت دترسره کولو او دالله ج او خپل ولس پر وړاندې دخپل مسؤولیت درفع کولو لپاره لاندې ټکي ابلاغوي:

۱—موږ په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو له وسلوال شتون سره مخالف یواو له دوی څخه په کلکه غواړو چې ژرترژره دې زموږ له هیوادڅخه ووځي.

۲–امریکایانو ته هرډول دایمي اډې اوقضايي مصؤونیت ورکول دالله ج او دهغه دګران پیغمبر دصریحو ارشاداتو او دافغانانو دملي غروراوتاریخي ارزښتونو  مخالف کار دی چې هېڅ باوجدانه افغان يې نه زغمي.

۳—داکار دافغانستان دخپلواکۍ، استقلال اوملي حاکمیت صریح نقض اوتراوږدې موخې دافغانستان پلورنه ده چې افغانان يې هېڅکله هم نه مني او نه يې مسؤولیت اخلي  .

۴—څرګنده ده  چې موجود حکومت دافغانانو واقعي ممثل او نماینده حکومت نه دی نو داډول درنې  اودیني او ملي ضد پرېکړې  يې نه افغانانوته دمنلو وړ دي اونه يې ولس او راتلونکي حکومتونه منلو ته ځان ملزم بولي.

۵—دافغانستان ډېره برخه دوسلوالومخالفینو په واک کې ده  او هغوی د حکومت داپرېکړه اوپه افغانستان  کې دامریکایانووسلوال شتون نه  مني او عملايې پرضد وسله رااخستې ده نو امریکایانو ته هرډول دایمي اډې اوقضايي مصؤونیت ورکول د جنګ دشدت  او دموجوده حالت ددوام په معنی ده.

۶—داډول جرګې دافغانانو له عنعنوي لویوجرګوسره توپیر لري لویه جرګه دهیواد دژغورنې لپاره وي نه دهېواد  دپلورنې لپاره نو دولت دې ددا  ډول فرمایشي جرګو په جوړولو زموږ عنعنوي تاریخي لويې جرګې نه بدناموي.

۷–موږ پر دې باوریو چې دافغانستان دجګړې یواځينی حل سوله ،تفاهم او مذاکره ده  او دجګړې له دواړو لوریو غواړو چې سوله وکړي اوپه ځان کې  سولې  ته واقعي ژمنتیا راپیداکړي  موږ دسولې لپاره  دحکومت اوسني شعارونه غولوونکي بولواوترې غواړو چې واقعي ،منطقي او عملي ګامونه واخلي

۸- افغانان امریکایانو ته  د دایمي اډو اوقضايي مصؤونیت  دورکړې تړون ته دګندمک،ډیورنډ او نورووطن  پلورونکیو تړونو به سترګه ګوري او عاملین يې ددنیا او خرت مخ توري بولي.

۹—داتړون به دوسلوالو مخالفینو صفونه لاهم ځواکمن اوپه افغانستان کې دامریکایانو ددایمي شتون سیمه ییز او نړیوال مخالفین لا هم تحریک کړي چې دسیالۍ قربانیان به يې بیاهم افغانان وي.

والسلام علیکم ورحمة الله

نيــټه:۲۷۸۱۳۹۲

کابل افغانستان


 

قطعنامۀ نشست سرتاسری انجمن هماهنگی جوانان متعهد پیرامون اعطای اجازه به پایگاه های دایمی و مصونیت قضایی به امریکایی ها

تاریخ:۲۷۸۱۳۹۲

کابل افغانستان

قال تعالی : ولن یجعل الله للکافرین علی المومنین سبیلا ( الایة سورة النساء :141 )

الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین  والصلاة والسلام علی  سیدنا  محمد وعلی آله واصحابه اجمعین

کشور عزیر ما افغانستان در شرایط بسیار نازک و ناگوار جنگی قرار دارد و هر روز بیش از صد تن از هموطنان ما اعم از موسفیدان، کهن سالان، کودکان و نوجوانان در آن قربانی آن می شوند که عوامل همه این بدبختی ها، حالت ناگوار، جنگ ها و ناامنی ها حضور مسلح سربازان خارجی در افغانستان است؛ امریکایی ها و ناتو در تعقیب هدفی که به خاطر حضور در افغانستان عنوان کرده بودند، شکست خورده اند؛ مخالفین مسلح نسبت به گذشته بسیار قوت یافته اند؛ ارزش های دینی و فرهنگی افغان ها را زیر پا نمودند؛ حتا مراسم عروسی و مراسم برگزاری جنازه ها را مورد بمباردمان قرار دادند، نه به خاطر بازسازی و آبادی افغانستان کدام کار قابل یادآوری را انجام دادند و نه هم زنده گی، پیشرفت و رفاه افغان ها مدنظر قرار دادند و نه هم پروژۀ بزرگی را در افغانستان پیاده ساختند و نه هم به خاطر ایجاد شغل برای افغان ها کدام تلاش صادقانه یی را انجام دادند، نه در تقویت و ساختار نیروهای امنیتی افغانستان کمک کردند و نه هم اجازه دادند که ملت افغان یک دولت واقعی و ممثل آرمان های شان ایجاد نمایند. از برکت حضور آنها، امروز جهانیان طعنۀ کشور درجۀ اول مفسد، مستبد، ناکام و ناکارا در سطح بین المللی را نثار افغان ها می کنند؛ در حقیقت عاملین اصلی همه بدبختی های جاری در کشور ما، امریکایی ها و متحدان جهانی اش هستند.

اکنون که آنها در افغانستان با شکست مواجه شده و زیان های مالی و جانی برای شان قابل برداشت نیست، بنابراین می خواهند به خاطر تحقق اهداف بلند مدت شان از تکتیک دیگری کار گرفته و جنگ را بین الافغانی سازند، به این ترتیب فشار دوطرفۀ جنگ را بر افغان ها تحمیل نمایند. به این منظور، نخست درامه و پروسه سمبولیک انتقال مسوولیت های امنیتی را به راه انداخته و ظاهرا شانۀ خود را از بار مسوولیت خالی کرد، اما به خاطر برآورده شدن اهداف بلند مدت و استراتیژیک شان، حضور بلند نظامی در افغانستان و استفاده از افغانستان به عنوان نقطۀ ژاندارم، از نیازهای مبرم و جدی آنها به شمار می رود و چنین به نظر می رسد که دولت افغانستان نیز در هر حالت، برخلاف ارادۀ ملت پایگاه دایمی نظامی و از همه شرم آور اینکه از آدرس جرگۀ مشورتی جعلی به آنها مصونیت قضایی را نیز اعطا می نماید.

کرزی و تیم وی در حالی سند پایگاه های دایمی و اعطای مصونیت قضایی را به آنها را امضاء می نماید که مشروعیت حکومتش زیر سوال می باشد؛ کشور را درگیر کشمکش های پیچیدۀ سیاسی و نظامی کرده و از هر گونه ثبات سیاسی و نظامی محروم ساخته است؛ بنابراین، انجمن هماهنگی جوانان متعهد به خاطر انجام رسالت دینی و ملی خود و به منظور رفع مسوولیت خود در پیشگاه خدای بزرگ جل جلاله و ملت نکات آتی را ابلاغ می نماید:

۱— ما مخالف هرگونه حضور مسلحانۀ نیروهای خارجی در افغانستان هستیم، و از آنها جدا می خواهیم که هر چه زودتر از کشور ما خارج شوند.

۲- اعطای هرگونه پایگاه دایمی و مصونیت قضایی به امریکایی ها مخالف ارشادات صریح خداوند متعال و پیغمبر گرامی او و غرور ملی و ارزش های تاریخی افغان هاست که برای هیچ افغان باوجدان قابل پذیرش نیست.

۳— این کار نقض صریح خود ارادیت، استقلال و حاکمیت ملی افغانستان می باشد و برای مدت درازی فروش آن است که افغان ها به هیچ صورت نه آنرا می پذیرند و نه مسوولیت آنرا به دوش می گیرند.  .

۴— آشکار است که حکومت موجود، حکومتی واقعی، ممثل و نمایندۀ افغان ها نیست، بنابراین، چنین تصامیم بزرگ و ضد ملی و دینی آن نه قابل پذیرش برای افغان ها و نه هم ملت می باشد و نه هم حکومت های آینده خود را به پذیرش آن ملزم می دانند.

۵—   بیشترین مناطق افغانستان زیر کنترول مخالفین مسلح قرار دارد و آنها چنین تصمیم حکومت و حضور مسلحانۀ نیروهای امریکایی را نمی پذیرند و عملا در برابر آن اسلحه بر دوش کرده و می جنگند، بنابراین، اجازۀ هر گونه پایگاه دایمی و اعطای مصونیت قضایی به امریکایی ها به معنای شدت جنگ و دوام حالت جاری است.

۶— جرگۀ فعلی با جرگه های عنعنوی افغان ها در مغایرت قرار دارد، لویه جرگه به منظور نجات کشور تدویر می یابد، نه برای وطنفروشی؛ بناء دولت با تدویر جرگه فرمایشی نباید لویه جرگه های عنعنوی و تاریخی ما را بدنام سازد.

۷- ما باورمند هستیم که صلح، تفاهم و مذاکره یگانه راهی به خاطر اختتام جنگ در افغانستان است؛ او هر دو جانب درگیر می خواهیم که صلح نمایند و تعهد واقعی به صلح را در وجود پیدا نمایند. ما به منظور تحکیم صلح شعارهای فعلی حکومت را فریبکارانه دانسته و تقاضا داریم که در این راستا گام های واقعی، منطقی و عملی بردارد.

۸- افغان ها به قرارداد اجازۀ پایگاه دایمی و اعطای مصونیت قضایی به امریکایی ها همچون معاهدۀ گندمک، دیورند و سایر قراردادهای وطنفروشانه نگریسته و عاملان آنرا روسیاه دنیا و آخرت می دانند.

۹— انعقاداین قراردادباعث ا فزایش ناامنی درافغانستان خواهدشد لذا مردم مسلمان افغانستان  افغانستان وکشورهای همسایه نیز از ادامه  ناامنی دراین کشورنگرانی خودرا بارهااعلام نموده اند.

والسلام علیکم ورحمة الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x