افغانستان

حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل): همدا شېبه ګډحکومت د حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

دواړو لورو د سولې تړونونه چې د حزب اسلامي لخوا پرې انجنیر امین کریم او د حکومت لخوا پرې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر لاسلیک وکړ، تبادله شول.

د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته د دواړو طرفینو له لوري ګډه اعلامیه وویل شوه.

د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ په ګډه اعلامیه کې وویل شول چې دغه سند به د ولسمشر غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لاسلیک وروسته نافذ شي.

د دغه هوکړه لیک له مخې به دولت د جګړې څخه د لاس اخېستلو په بدل کې حکمتیار او نورو مشرانو ته قضايي مصونیت ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ مذاکرات نېږدې دوه کاله وړاندې پیل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

هیښونکی عمل: دغه دواړه چې نن یوه اوبل ته دسولې دتړون په نوم لاسونه ورکوي ددغه نني ناورین او جنګونوأصلي عاملین دي چې یوئې کمونیست او بل ئې أخوانی دی کاش دغو له نن څخه څولسیزي واړاندې دغه فکر کړی وی او دجنګ پرځای ئې سوله غوره کړې وی، اوس چې کله هیواد ټوټه ټوټه اوهیوادوال کور په کور دغم په ټغر کیناستل دوي سره خویږي او نمایشي سوله کوي دواړه دملت مجرمین یوبل ته دمظلوم ملت په حق کښې بښنه کوی او دتیروهغو جرمونو چې له ملت او ملتوالوسر ترسره شوي دي برآت ورکوي، هغه شعارونه مرګ په توره… نور لوستل »

الهام الحنفی

بسم الله الرحمن الرحیم قال الله تعالی(ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکفرون) ترجمه؛څوک چه دالله جل جلا له په نازل شوی کتاب فیصله نه کوی نو هغه کافران دی. وقال الله تعالی(الحکم لله)ترجمه؛حکم صادرول خاص الله سبحانه وتعالی لره ثابت دی.(یعنی دالله ج سخه بغیر به ده هیچا حکم نه منل کیژی) وقال الله تعالی(الأمرلله)امر خاص الله لره ثابت ده.(یعنی دالله ج سخه بغیر به دهیچا امر نه منی) نو دپرتنیو قرآنی آیاتونو په رڼا کی زه غواړم چه دهر مسلمان ورور سخه دا سوالونه وکړم چه دخدای جل جلاله په خاطر که عالم دین دشریعی قواعدو… نور لوستل »

جمال

د حزب حکمتیار نننۍ تسليمۍ ته سوله نه شو ویلای فکر کوم دوئ به یې هم په خپلو کې سوله نه بولي یوازي به د میډیا پر مخ د سولي نوم ورکوي ، دا مطلقه تسليمي ده په هیواد کې به په سیاسي لحاظ هیڅ بدلون رانشي ، نه به امنیت تامین شي نه به فساد ورک شي ، نه به استقلال راشي نه به یرغل ختم شي ، نه به د تلليو شهیدانو ارمانونه پوره شي نه به د کونډو او یتیمانو آهونه بس شي ، نه به زرګونه زندانیان ازاد شي نه به د زورواکانو له خوا د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x