کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / سوله قرباني غواړي، حکمتیار دغه قربانۍ ته غاړه کېښودله

سوله قرباني غواړي، حکمتیار دغه قربانۍ ته غاړه کېښودله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت سلاکار د حزب اسلامي سره د سولې د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې سوله قرباني غواړي او حزب اسلامي مشر حکمتیار دغه قربانۍ ته غاړه کېښودله.

نن په پلازمېنه کابل کې د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د حزب اسلامي له لوري انجنیر امین کریم او د حکومت له خوا حنیف اتمر لاسلیک کړ.

د سولې د تړون د لاسلیک پر مهال حنیف اتمر زیاته کړله: «سوله قرباني غواړي. په یقین سره وایم چې انجنیر حکمتیار دغې قربانۍ ته ځان تیار کړی و. ډیری خبرې وې چې په هغې باندې سازش شوی وای. هغه د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره دغه سازش ته تیاری وښود. زه ترې مننه کوم.»

اتمر وویل چې د سولې لومړی پړاو بشپړ شو او دوهم پړاو به هم ډير ژر بشپړ شي.

«متن به ډير ژر دواړو خواو (حکمتیار او اشرف غني) ته د امضا لپاره ورکړل شي او دوی هیله کوي چې ډير ژر به یې دواړه لوري لاسلیک کړي.»


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. ډیر ښه ټول افغا ملت ته دی مبارک وی، الله دی مونګ ټول افغانان په یو تعر سره کینوی، که مونګ په اتفاق شو نه هیڅوک په مونګ هیڅ نشی کولی خودا ظالمان دی چی مونګ یی سره بی اتقا فه کړی یو. هیله ده چی ټول افغانان سره په یو تعر کینی

  2. يو څوک چې اموخته او عادتي وي نو خپل عادت نشي هېرولی ! دافغانانو دښمنان په دولت کې ناست دي چې ښه مسالونه یي عطا نور ، دوستم، محقق ، ګوډ اتمر خادست او نور کمونستان دي !دا پرازیتان دا څلوېښت کاله په مفتو
    پیسو اموخته شوي نو بېله جنګ او لوټماري څخه خپله روزي نشي پيدا کولی !

    دسولې سیناريو او ریتوریک د بروکسيل دغونډې لپاره ده چې يو څه بيا غلا کړي او سره تقسیم یي کړي !
    ګلبدین ان له مخه دکرزي په وخت کې تسلیم شوی او دهغه ټول مهمو نفرو یي په مهمو چو کویو کښې کارونه کول!
    څوک چې خدای شرموي غول یي په تخته روان و ي .

  3. الجاچ استاذ بیانزی

    زه دی ته حیران یم ، حکومتیار ته واییم چه دا ذلت دی کولو د نجیب پرجمی کمونست سره به دی د سولی تړول لاس لیک کړی دومره بی ګناه به نه تویدلی چه اوس د غنی او اتمر پرچمیانو سره د بی ننګی او غلامی د سولی په نوم تړون لاسلیک کوی ؟