افغانستان

سپنتا درواغ وايي. وحيد مژده

vah د ولسمشرامنیتي سلاکار ډاکتر سپنتا پرون د ولسي جرګې وکیلانو ته په خپله وينا کې د امنيتي تړون د پرمختګ په اړه خپلې خبرې کولې او د وکیلانو د سوالونو ځوابونه يې ويل. ښاغلي سپنتا په خپلو خبرو کې بنسټيزو سوالونو په اشاره وويل چې، واشنګټن له افغانستانه يوازې

د بګرام هوايي ډګر غواړي. د بګرام هوايي اډه د تېرو دولسو کلونو په دوران کې د متحده ایالاتو په مشري د ناټو تر ټولو ستره پوځي اډه وه، ولې د ستراتيژيک تړون پر اساس دغه پوځي ډګر افغان لوري ورکړی شوی دی. د سپنتا د خبرو په تړاو باید وویل شي چې دپوځي او سیاسي چارو يو شمېر څيړونکي وايي چې د کرزي امنيتي سلاکار ښاغلي سپنتا د ولسي جرګې وکیلانو ته درواغ ويلي دي.
د سياسي چارو څېړونکی ښاغلی وحيد مژده “جمهور” خبري سایټ سره په مرکه کې وايي، هغه تړونونه چې د امریکا او افغانستان تر منځ شوي، هيڅ اجرايي ضمانت پکې وجود نه لري. ښاغلی مژده وايي، په دې تړون کې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ شوی؛ له امريکا يې پلوه هيڅ تضمين پکې نه دي ورکړل شوی او دغه تړون د سپينې ماڼۍ لخوا ترتیب شوی او یوازې د متحده ایالاتو د اجرايي قوې تصمیم دی.
ښاغلی مژده زیاتوي چې تر څو امریکا د دواړو هيوادو تر منځ دغه تړون لاسلیک نه کړي دا يو به ناقص تړون وي.
ګومان کيږي چې، په هر صورت وي د امریکا او افغانستان تر منځ به دغه امنيتي تړون لاسلیک کيږي او افغان حکومت هم په دې اړه خپل تیاری نیولی دی.
اوس دا سوال مطرح کيږي چې د دغه پوځي تړون پر اساس که امریکايي پوځيان په افغانستان کې کوم جرم وکړي نو ایا افغان حکومت به وکولای شي چې امريکايي پوځيان محکمې ته وړاندې کړي؟ په تړون کې د افغانستان په خاوره تېری او له افغانستانه پوځي دفاع نه ده تعریف شوې. له همدې امله د کرزي امنيتي سلاکار د ولس وکیلانو ته سخت درواغ ويلي دي.
ښاغلی مژده زياتوي چې چې امنيتي تړون مخکې له دې چې امضا شي، خپل حیثیت له لاسه ورکړی.
مژده د يو سوال په ځواب کې وویل چې جاپان کې د امریکا څو پوځي اډې دي او جاپان سره له دومره قدرته نشي کولی چې د امريکايي پوځيانو د جرم په اړه له واشنګټنه څه پوښتنه وکړي. او دلته مهمه خبره دا ده چې د جرم د ارتکاب په صورت کې به له امريکا پوښتنه کيدای شي کنه دا خبره بیخي په تړون کې نه ده یاده شوې.
دسیاسي چارو دغه څېړونکی وايي چې اوسنۍ خبره دا ده چې د امريکا استخباراتي پوځ د هيواد په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي او د دغو پوځيانو د وجود په اړه په امنيتي تړون کې هيڅ یادونه نه ده شوې.
په عین حال کې ځينې نظامي کار پوهان وايي چې د دې تړون پر اساس به امریکا افغانستان ته په کړیو ژمنو مسؤوله نه وي.
د نظامي چارو کارپوه جنرال عبد الواحد طاقت وايي چې ا مريکا د دولسو کلونو په تېرېدو په دې ونه توانیدله چې طالبان له منځه يوسي او یا د مخدره موادو مخه ونیسي او له امريکا هيڅ تمه نشي کيدای چې دوی دې په راتلونکې کې هم د افغانستان د ګټې لپاره کوم قدم پورته کړي. ښاغلي طاقت په خپلو خبرو کې وویل چې چې راتلونکی حکومت دې دغه تړون لغوه کړي او د خارجیانو د وتلو لپاره دې يوه کړنلاره وټاکي. دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې راتلونکې پنجشنبې ته د دغه تړون د امضا کيدو په اړه لویه جرګه رابلل شوې ده.

ژباړن: احمد جرس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x