
ډايکنډي : د ګيزاب ولسوالۍ پر مرکز او امنيه قومنداني طالبانو جګړه پيل کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل):نن سهار وختي د ډايکنډي ولايت د ګيزاب ولسوالۍ پر مرکز او امنيه قومندانۍ د طالبانو له لوري جګړه پيل شوې.
طالبانو نن ټکي اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي: د يادي ولسوالۍ اړوند د کاغ ، بالا ژړۍ او سيدانو په سيمو کې د حکومتي چارواکي مرکزونه د دوی تر پراخو بريدونو لاندي دي.
طالبان زياتوي په ياده جګړه کې يې قومندان سيف الله له ۲ ساتونکو سره يو ځای نيولي.
حکومتي چارواکو د يادو بريدونو اړوند تر دې دمه له رسنيو سره څه نه دي شريک کړي.
د نور جزئياتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ!