افغانستان

پوهندوی شیرزاد: مشورتي شوری هیڅ قانوني حیثیت نه لري

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاذ “پوهندوی منګل شیرزاد” وايي چې له امریکایانو سره د امنیتي یا ستراتیژیک تړون په اړه راغوښتل شوې مشورتي شوری په قانون کې هیڅ حیثیت نه لري.

نوموړی زیاتوي چې باید د هیواد د علیا ملي، سیاسي او اقتصادي مصالحو په اړه داسې کسان راغوښتل شوی وای چې د مصالحو تمیز کولای شي، په حقوقو او سیاست پوه وي او د دغه تړون د هرې مادې د تحلیل او څیړنې وړتیا ولري.

پوهندوي شیرزاد هغو کسانو ته چې ځانونه د ولس استازي معرفي کوي، په اشارې وايي چې هغوی د هیواد د روان سیاسي او جیوپولیټیک وضعیت څخه په کاملا ناخبرۍ په شوراګانو کې په پټو سترګو د تایید لاسونه پورته کوي.

“هر هغه څوک چې امریکایانو ته قضايي مصئونیت او قضايي صلاحیت ورکوي افغانستان یې محکوم کړ او د مستعمرې په حیث پاتې شو”.

نوموړی له حقوقي پلوه خپلو مخالفینو ته چلینج ورکوي او زیاتوي:

“هر څوک چې زما ددې خبرې مخالف وي ما سره دې استدلال ووايي”.

پوهندوي منګل شیرزاد وايي چې د نړۍ په ۵۵ هیوادونو کې د امریکایانو عسکر پراته دي خو تر اوسه له یوه هیواده نه دي وتلي, د نوموړي په وینا پنځه لکه عسکر یې په جاپان کې پراته دي “جاپان ورته زارۍ کوي چې په فساد دې اخته کړم” خو امریکایان نه اوځي.

استاد شیرزاد یوازې په یوه لسیزه کې د امریکايي عسکرو د شتون له امله د فساد خپریدو ته اشاره کوي او وايي:

“ایډز چې پخوا چا په افغانستان کې نه پیژاند اوس ۳۶۰۰ کسان په ایډز اخته دي”.

نوموړي د ځیني خلکو هغه استدلال هم بابیز وګاڼه چې د ګاونډیو هیوادونو د ممکنه تجاوز د مخنیوي په منظور د امریکایانو دایمي هډو ته خوشبین دي.

“د تاریخ په اوږدو کې کوم همسایه زما څخه یوه ولسوالۍ نیولې ده”.

د نوموړي په اند، تاریخي واقعیت ته په کتو زمونږ ولس به په آینده کې هم په زنګن تبر او زنګنې تورې د خپل ملي پوځ تر شا دریږي او د بهرنیو متجاوزینو مقابله به کوي.

پوهندوی منګل شیرزاد له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په وتلو ټینګار کوي او وايي:

“که دا [امریکایان] زمونږ لپاره نعمت وي هم ولاړ دې شي، او که غضب وي هم خدای دې ترې مونږ خلاص کړي”.

استاد شیرزاد هغو حزبیانو ته چې له امریکایانو سره د امنیتي تړون ملاتړ کوي په خطاب کې د حکمتیار مثال ورکړ او زیاته یې کړه چې “تر څو یو بهرنی سرتیری په افغانستان کې وي حکمتیار به افغانستان ته داخل نه شي، حزبیانو! تاسو ځانونه لږ په دې خبره پوه کړئ”.

باید وویل شي چې پوهندوی شیرزاد دا خبرې هغې غونډې ته کولې کومه چې د کرزي لخوا د ننګرهار لپاره د نوي والي (عطاء الله لودین) د معرفۍ په مناسبت په جلال اباد کې جوړه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x