کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / که حکمتیار صیب حانث شوی نه وي …؟

که حکمتیار صیب حانث شوی نه وي …؟

شاهد (غزنیوال)

حکمتیار صیب په خپل ژوند کې د سیاسي مبارزې ډیر متغیر تاریخ لري.

نوموړی د شوروي اشغال په مهال د اوو تنو جهادي رهبرانو په جمله کې تر ټولو سرسخت موقف غوره کړی و.

که څه هم چې د سرو لښکرو خلاف جهاد کې ټول جهادي رهبران د بلند پروازانه شعارونو اتلان وو ، خو حکمتیار صیب بیا د دوي په منځ کې هغه څوک و چې که به يي چا د سیاسي شعار مخالفت وکړ هم به يې د سر خیر نه و.

په کابل کې د ډاکتر نجیب په مشرۍ د کمونیستي رژیم تر سقوط وروسته ځیني جهادي رهبرانو سمدستي له خپلو لوړو شعارونو څخه په تنزل سره د اسلامي نظام د حاکمیت شعار له کمونیستي پاتې شونوسره تر ایتلاف قربان کړ، خو حکمتیار صیب چې د استاد رباني په اسلامي حکومت کې د صدارت عظمي چوکۍ په پچه رسیدلې وه د خپل پخواني شعار (سل په سله اسلامي حکومت ) د عملي کولو په پلمه له کابله بهر په چارآسیاب کې ورته خزه شو.

په چار اسیاب کې له خزه کیدو سره سم یې دا ځل د سل په سله اسلامي حکومت د شعارترڅنګ ( جنګ جنګ تاختم ګلم جم ) شعار هم وراضافه کړ.

وخت او حالات ډیر په چټکي سره اوښتل او د حالاتو له بدلون سره د پخوانیو جهادي رهبرانو شعارونه او نظریات هم د دوی د مصلحتي او شعاري دریځونو په څیر بدلیدل.

د دغو تحولاتو او ډراماتیکو اوښتونونو په لړ کې هغه دوستم چې د استاد رباني له اسلامي حکومت سره یې ایتلاف د ښاغلي حکمتیار لپاره د جهادي مجوز حیثیت غوره کړی و د یوه میاشتني اسلامي حکومت د رئیس حضرت صبغة الله مجددي په ملتیا له ښاغلي حکمتیار سره هماهنګ شول.

معنی دا چې ښاغلی دوستم که پخوا له ښاغلي رباني سره سیاسي مؤتلف و خو اوس له ښاغلی حکمتیار سره همغږی شو، د پښتو همغږي د پاړسو هماهنګي لکه د عربي د مفاعلې باب دوه اړخیز خاصیت لري ، معنی دا چې کمونیست دوستم له مجاهد حکمتیار سره په مفاعلتي خاصیت کې یو شول، په دې ډول چې د حکمتیار خبره د دوستم تر خولې راوتله او د دوستم هغه د حکمتیار له هغې نه …

په هرصورت په کابل کې د واک تر لاسه کولو پخاطر جهادي رهبرانو انجنیر حکمتیار او استاد رباني یو پربل د توپونو بریدونو پیل کړل، له بده مرغه چې پر دوئ یوه هم یوه پارچه ونه لګیده ، خو د شپیتو زرو بیګناه کابلیانو وینې یې بیدریغه وبهولې ، ګلالي ماشومان يي یتیمان ، ښایسته کابل یې په کنډواله بدل او په سلګونو زره کورنۍ يې هیواد پریښودو ته اړیستلې.

د یادو جهادي رهبرانو په دغې جنګي سیالۍ کې هغه څه وشول چې قلم يي له لیکلو شرمیږي خو حکمتیار صیب هغه په افغانستان کې د سل په سله اسلامي نظام د حاکمیت او استاد رباني له اسلامي حکومت نه د دفاع په پلمه وکړل.

د دې لپاره چې درنو لوستونکو ته مو په افغانستان کې د اسلامي حکومت له شعار سره د ښاغلي حکمتیار بي کچې وفاداري او ژمنتوب په اثبات رسولې وي د کابل د تنظیمي جګړې په مهال د حکمتیار صیب یوه ویډیو یې وینا چې په هغې کې نوموړی د الله جل جلاله په پاک نوم قسم خوري چې ((که دی زرکاله هم ژوندی وی او ټوله دنیا یې په خلاف ودریږي خو دی به بیا هم په افغانستان کې د اسلامي حکومت له حاکمیت پرته په هیڅ شي نشي قانع ، نه به وسله په ځمکه کیږدي او نه به خپل جهادي سنګر پریږدي.))

نن چې د ښاغلي حکمتیار او د کابل حکومت ترمنځ د روغې جوړې لومړنی سند لاسلیک شو په هغه کې یوه ماده دا هم کښل شوې چې ښاغلی حکمتیار به خپله وسله پرځمکه ږدي، خپل ټول پوځي تشکیلات به لغو اعلانوي او په اصطلاح له تروریستي شبکو سره به خپل ارتباط پري کوي …

دلته د سړي په ښاغلی حکتیار زړه وسوځیږي چې هسي نه په خپل سخت قسم کې حانث شوی نه وي ، ځکه په صریحو الفاظو یې د الله په نوم قسم یاد کړی چې دی به هغه وخت خپله وسله پرځمکه ږدي چې له دې مطمئن شي چې په افغانستان کې نور د الله نظام حاکم او د شریعت د تنفیذ په وړاندې کوم خنډ نشته …

بدګماني د ایمان زیان ده ښايي حکمتیارصیب د خپل سیاسي بصیرت او حکیمانه شعور له مخې ایله اوس په دې باوري شوی وي چې په افغانستان کې د الله کلمه لوړه او د شرعي احکامو د تنفیذ په وړاندې نور کوم خنډ نشته ځکه یې کابل ته د رسیدو په آرمان کې د اسلامي حاکمیت شعار له خولې وغورځاوه.

کنه ورته په کار دې چې د خپل قسم (یمین منعقد) کفاره ورکړي … ځکه هغه خو فقط د دریو روژو یا لسو مسکینانو ته په ډوډۍ ورکولو سره پوره کیږي ، د شپیتو زرو کابلیانو د ناحقه وژنې کفاره خو ښايي په دې دُنیا ور نکړای شي ، خو په اخرت کې به منتقم او عادل ذات د حکمتیار صیب په شمول له ټولو قاتلانو څخه د مثقال ‌زرة حساب واخلي.

د حزب اسلامي مشر حکمتیار صاحب

Posted by Umar Jan on Thursday, September 22, 2016


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. غزنی وال صاحب دیره په ځآی لیکنه مو کری خو زه فکر کوم یا خو حکمتیار صاحب پخوا مړ دی او زوندی ندی او دا کار د هغی ناخلفه ځآمنو او ځنی ایمان پلورونکو ملګرو کری یا هم که ژوندی وی نو کټ مټ همدی قسم وشرموه خیر لندو ورځو که به معلوم شی کیدیش حکمتیار ډیر پخوا مر وی او که ژوندی وی او دی تسلمی کی شریک وی نو بیا دی خپله یو فتوا ورکری وه چی سوک هم اشغال سره ملګریتا کوی او داسی نظام سره کار کوی چی امریکایانو تپلی وی بی له شکه مرتد دی او نو نه پوهیژم چی د دوی حکم به سه وی حکمتیار صاحب سیاف ته د ایساف مفتی ویلی هیله اوس زان ته هم یو نوم وتاکی ولی جی اوس هم امریکا واکمنه ده او اوس هم د خلکو کورونه بمبارد کوی نه د امریکا اشغال او لاسوهنی کی کوم فرق راغلی نه اوبا ما مسلمان شوی او نه هم کوم بل فرق راغلی نو ایا د سیاف او حکمتیار به سه فرق وی هو کیدی شی یو فر ق وی هغه داچی سیاف اول کی داخل شوی او حکمتیار صاحب د حکومت د زوال وخت کی ورته تسلیم شو سیاف تسلیم نه بلکه د هغوی ملکری وه او حکمتیار صاب تسلیمی شو او مکمل تنازل یی وکر

  2. عبد الله نصرتیار

    زما هم دا یقین دی چې حکمتیار به ژوندی نه وي ځکه هغه هیڅکله کفارو ته نه تسلیمیده، او وسله یی په ځمکه نه ایښوده. اوس خو حزب تسلیم شو کفارو ته.

  3. مفتون احمدزی

    غزنیوال صاحب د شاشجاع په هکله یو بل مضمون مې په دې ویبپاڼه کې ولوست. هغه له انګرېز سره ددوستۍ لامل د خپلو سیالانو له مخالفو قوتونو سره د لالس یوالیتوب بولي. وایي چې تاریخ تکراریږي. افغانستان اوس ګړۍ په داسې شرایطو کې قرار لري چې د منطقې هیوادونو په ګډون د یو نیم هېواد نه پرته یو دوست هم نه لري. کفار به یو پلو ته پرېږدوو دا زمونږ نزدې تش په نامه مسلمان ګاونډیان درواخله چې د تاریخ په اوږدو کې یې کله هم له ملت او هیواد سره وفا نه ده کړې. که هغه اوسنی اسلامي ایران ده او که پخوانی ایران ؤ، او که هغه اوسنی پاکستان دی او که پخوانی بریتانیوي هند ؤ. د منځنۍ اسیا له هېوادونو خو ګیله نسته. اوس مهال مونږ په هوبهو هغه حالت کې اوسوو له کوم حالت نه چې شاه شجاع سر ټکولی ؤ. که یو خوا زمونږ حکومت د کفارو په ګوته څرخیږي له بله پلوه ایران او پاکستان نه یوازې چې زمونږ د هېواد په یرغل کښې د کفارو سره مرستندوی ؤؤ او اوس هم ورسره همغږي دي ، له بله پلوه دغه دواړه هېوادونه، یو په پوره کچه او بل په نیمګړې کچه د طالبانو تر شا ولاړ دي. د پاکستان له لوري طالبانو ته وسله تربیت او په افغانستان کې د هغه هیواد د جاسوسي سازمان د ورانکارۍ دپلانونو د طالبانو په وسیله تطبیق د لمر غوندې جوت دی. د طالبانو د پخواني مشر منصور له ایران نه د بېرته ستنېدو په مهال ترور دا په نښه کوي چې طالبان له ایران او داسې ویل کیږي چې ددې هېواد په واسطه له روسیې سره ښې اړیکې لري. نو دلته خبره دا راپورته کیږي چې ایا څوک او یا کوم یو پلو په افغانستان کې د چا نوکر نه دی؟ حکومت د کفارو نوکر او طالبانو د کفارو د نوکر نوکران. نو که چېرته حکمتیاه ځای ددې چې د پاکستان او ایران بې شرمي ته غاړه کیږدي ښه نه وه چې د پاکستان او ایران او ځينې نورو بهرنیو قوتونو دهیلو په خلاف له دولت سره د یوې بین الافغاني سولییزې هڅې په نتیجه کې یو ځای سي؟ دا منو چې زمونږ هیواد اوس هم د بهرنیو تر اغېز لاندې کار کوي، خو بلخوا مونږ کوم خپلواک نعمل البدل نه لرو، ضرور به د پاکستان او یا ایران په لمنه کې لوېږو. د حکمتیار له حکومت سره یو ځای کیدل یو د زهرو غوړپ دی چې هغه مجبوره شو چې ددوو نابودو لمنځه یو نابود غوره کړي. او کوم نابود چې حکمتیار غوره کړی فکر کوم د هغه هغه نابود نه بهتره دی د کوم په لمنه کې چې زمونږ طالبان وروڼه میشته دي. د حکمتیار خوښ کړی نابود که هیڅ نه وي بیا هم څه ناڅه اختیارات لري که څه هم د کفارو له اغېز لاندې دی، لیکن ددطالبانو خوښکړی نابود نه یوازې چې د همهغه کافر نوکر دی د کوم چې د افغانستان حکومت دی بلکه د خپل افغان دښمنه تعصب له وجې طالبانو ته د تقویې ورکولو ډېر نابود شرطونه لري او د هغوی په وسیله ددغه شومو پلانونو تطبیق په بې شانه سپين سترګۍ سره غواړي عملي کړي.