کور پاڼه / د نن سرمقاله / ایا له حکمتیار سره د سولې لاسلیک شوی سند به سوله راوستلی شي؟!

ایا له حکمتیار سره د سولې لاسلیک شوی سند به سوله راوستلی شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه –

(پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل): بالآخره له کلونو او میاشتو هلو ځلو او انتظار وروسته نن د سولې د عالي شورا او د ښاغلی حکمتیار د استازیو ترمنځ د سولې سند لاسلیک شو.

دا چې په هیواد کې د سولې او جګړې واک له چا سره او د سولې په اړه د غه ډول نمایشي او مصلحتي سندونو به د سولې د ټینګښت په لاره کې څه اثر ولري دا به راتلونکي ته پریږدو خو مونږ غواړو دلته د هغو له لاسه وتلیو او یا هم له لاسه ورکړیو فرصتونو په اړه لیږ مکث وکړو.

په پیل کې ښاغلی حکمتیار د کمونیستي رژیم د سقوط او په کابل کې د حضرت صبغة الله مجددي او د هغه په تعقیب د استاد رباني د حکومت په خلاف له هغه سره د پوځي مقابلې په غوره کولو سره د سیاسي مفاهمې فرصت له لاسه ورکړ.

د دې فرصت په له لاسه ورکولو سره په افغانستان کې د یو نیم ملیون شهیدانو د وینو په قیمت جوړ شوی حکومت ناکام او د داخلي جګړو ښکار شو، کورنۍ جګړه پیل او په ترڅ کې یې یواځې په کابل کې شپیته زره بیګناه انسانان په ناحقه ووژل شول ، جهادي وقار تر پښو لاندې او د اسلامي حکومت شعارونه د دښمنانو د تمسخر مورد وګرځیدل.

د هغه په تعقیب کابل ته د طالبانو په رسیدو د هغوی او د حکمتیار په شمول د طالبانو د مخالفینو له لوري د خپل منځي سازش او توافق فرصت له لاسه ورکړل شو چې په دې سره داخلې جګړه نوره هم اوږده او بالآخره ټول افغانستان د طالبانو ، مخالفینو او حکمتیار په شمول تر امریکايي اشغال لاندې راغلل او افغان جګړه ځپلی ولس له یوې بلې نه ختمیدونکي تراجیدي سره مخ شو .

دا ځل د امریکایانو او نړیوالې ټولنې لخوا د بُن په لومړي کانفرانس کې د افغان لانجې د ټولو ښکیلو اړخونود را یوځای کیدو او د هغوی ترمنځ د یوه جامع تفاهم راوستلو فرصت له لاسه ورکړل شو چې له امله يې افغان غمیزه یو نیمه لسیزه نوره هم اوږده او د جګړې د دوام له کبله د افغانانو نورې ډیرې وینې وبهیدلې.

که ښاغلی حکمتیار دغه ننی تنازل پرون د استاد رباني د حکومت په مقابل کې کړی وای په یقین سره چې هم به د ده جهادي وقار خوندي او هم به ولس له دغو ټولو ستونزو ژغورل شوی و.

ځکه هغه مهال حکمتیار د لانجې د یوه مطرح لوري حثیثیت درلود خو اوس مهال افغان لانجه داسې مرحلې ته رسیدلې چې د ښاغلی حکمتیار د مخالفت ترڅنګ یې نور دومره ډیر ابعاد خپل کړی چې د حکمتیار مخالفت او موافقت ورکې په بشپړه توګه له پامه لویدلی.

ځکه نو له نوموړی سره په دې تیر وخت کې د کابل له لوري د سولې د سند لاسلیکول او نه لاسلیکول د هیواد په موجود بحراني وضعیت کوم اغیز نشي لرلای.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

4 تبصرې

  1. غوربندی

    زما احساس داسی دی چی د داکتر بهیر له آزادی مخکی حکمتیار امریکایانو سره په باگرام کی اسیر (سیاسی ميلمه دی) زکه خو د هغه د فامیل أو زامنو میلان در کابل په لوری شو، په دی احتمالی اسارت کی کابل میشتی ناخلفه حزبیان تول شریک دی.

    حکمتیار باندی د هماهنگی د شوری مفتضح سند هم همدی ناخلفو حزبیانو تحمیل کر په داسی توگه چی صابون کونک جریر په همدی سند باندی د حکمتیار جعل لاسلیک کری وو أو حکمتیار داسی وخت خبر کرل شو چی اوبه تر ورخ تیری او په انجام شده کار کی ولوید.

    پدی کی شک نشته چی له هماهنگی وروسته که له یوی خوا گیلم جمان سخت ژوبل او ورک شول خو د شورای نظار أو موساد د جاسوس هدف پکی برآورده شو هغه دا چی په پشتنو کی د حکمتیار صاحب نسبی ملاتر سخته ضربه ولیده، مجاهدین تول په کورونو کی کیناستل او حکمتیار د یو شمیر غلو، چرسیانو أو قطاع الطریقانو قوماندان جور أو د طالب له ظهور سره یی پاتی ریشی د وولس له منزه د تل لپاره قطع شوی.

    اوس هم حکمتیار صیب د کابل میشتو منحرفو حزبیانو او اشغالگرانو د شریکی دسیسی قربانی دی چی ممکن د راتگ پر زای یی د وفات خبر خپور شی کنه له راتگ وروسته به د حاکمو کمونستانو او شورای نظار له خوا په شریکه توگه د کمونست نجیب أو مسعود په انتقام کی اعدام کرل شی.

    دا به نژدی وخت ثابته کری چی حقیقت سه دی خو زما باور نشی چی حکمتیار صاحب دی په خپله خوشه داسی ذلتباره توافقنامی ته زره شه کری زکه دده پخپل تفسیر کری قرآن کریم باندی د برحقه ازادیخواهانو دشمن او د اباطیلو د صف برخه گرزی.

    یا الله د خیر خاتمه أو ایمان مو نصیب کری!

  2. غوربندی صاحب سلامونه می ومنه !
    ستاسی تبصره او یا ارزونه به له ځینو زاویو هم سمه وی ، د حکمتیار اوسنی حالت لکه له چا چه څه ورک شوی نو سړی فکر کوی چه دا به وی او دا به وی ، کیدی دغو کی یو وی او یا یو هم پکی نه وی .
    زما په اند، حکمتیار او نور تش په نامه جهادی رهبران هغه وخت د دی بی پایانه او پریمانه ذلتونو سره مخ شول چه د روسانو سره یی د سپیڅلی جهاد دور کی د غربیانو او عربانو د مالی او نظامی پیرزونو د ترلاسه کولو د باره د نفس مقابل جهاد کی د ماتی سره مخ شول ( چه ځینی به لکه سیاف کیدی شی له اوله د لویدیز غلام او جاسوس وو )
    او د انګریزانو سره یی د مجاهدینو د سپیڅلی جهاد د پلورلو تړون لاسلیک کړو ، لکه څوک چه کوم بزنس وپلوری حکمتیار او نورو باعوری ګانو د دوه میلونو د ګرمو وینو جهاد په یهودانو وپلورلو هغوی ورته د (((( د سوړ جنګ ، جنګ سرد او کولډ وار )))) نوم ورکړو یعنی [[ د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو ]] چه ځینی ورته نیابتی جګړه هم وایی اصلی نبابتی جګړه هغه سوړ جنګ وو . د غلامی اصلی تړون هغه وو ، د کرزی او غنی د غلامی تړون یی زیری کی هم نه راځی . حزبیانو په نشراتو کی د سوړ جنګ نوم ډیر په ویاړنو لیکل کیدلو ( چه حکومتیار د سوړ جنګ قهرمان ) او یا جمیعتیانو په لیکل ( مسعود قهرمان جنګ سرد ) او داسی نور .
    نو ویلی شو چه :
    حکمتیار ( حکومتیار ) که هغه د سوړ جنګ ذلت ومنلو دا ورته هیڅ هم نه دی ، دا چه حکومتیار اسیر وو او دی زه یی هم درسره منم ، مګر د اسارت ژوند یی د ( وی ای پی یا ډیر مهم کسانو ) په شکل وو ، دا چه په تور لست کی یی ورله نوم اعلان کړی وو ډاریدل چه حتی حزبیان یی د څو میلونو ډالرو د تر لاسه کولو له خاطره مړ نه کړی ځکه یی د باګرام نظامی هډه کی ورته ځای ورکړی وو .
    د دوهم اشغال په ۱۵ کاله دوره کی د حزب جبهی د اشغال په مقابل نه د مقاومت په مقابل کی وی ، چه له امله یی مجاهدینو ورسره مقاطعه وکړه غلامانو او بادارانو ورته اربکی مجاهدین په واک کی ورکړل ، کله چه یی دهغوی له معاشو او وسلو غلا کوله د اربکی وحشت له امله د اولس ملتیا د مقاومت سره لا زیاته شوه دی کار اشغلګرو ته د ګټی په خای تاوان وکړو نو اربکیان یی له حزب لیری او محلی پولیسو سره یو ځای کړل ، مګر دا چه اشغلګرو ته د حرب شمیر نه بلکه د حزب یا د حکمتیار نوم اهمیت درلود دا ځلی یی د سولی په نوم ورته دداعشی ملیشو مشری ورکړه یعنی داځلی یی ورته داعشی مجاهدین جوړ کړل .

  3. مینه پال

    غوربندی صاحب سلامونه می ومنه !

  4. عبدالواحد اڅګزۍ

    غوربندۍ صاحب خدای دی په صالحانو کی حساب که زماستاسوپرخبره پوره یقین سو حکمتیار صاحب داسی صلح هیڅکله هم نه کوی تنها دحکمتیار صاحب په نامه سوی ده بل ورورلیکلی دی چه باید دربانی سره یی صلح کړی وای ربانی دجهاد له شروع پیسی ټولولی دجهادسره یی هیڅ دمرګ تروخته علاقه نه که پیدا-حکمتیارصاحب خو دپیسو هیڅ پروا هم نه کوله زه دخپل ځان تجربه درته وایم ، دجهاد په شروع کی مادکندهار دمحمدحسین سرای کی چانده دمجاهدینو دپاره ټوله که دحزب اسلامی دفترراته وویل دنورزویوه نوی جهادی جبهه دکندهاردچوڼۍ په کلاچه کی جوړه سوی وه ویل یی هغو ته یی ورکه چه هغه اوس سخت ضرورت ورته لری په حزبی اسلامی کی به ککڼ خلک وی ولی حکمتیار صاحب پاک اوغیرتمند شخصیت دۍ په اسلام کی خو ازمویښتونه سته ابراهیم ع یی داورتراچولو وآزمايی یعقوب ع په یوسف ع پسی ړوندسو دمصر اخوان المسلمین نه وینی دمرسی به څه حال وی داټول امتحانونه دی چه دالله ج خوښه سی الم ترکی په معنی ووایه دحبشی پلان چه دابراهیم ع کعبه یی خرابوله الله په مرغانوداسی کړل لکه ژوولۍ پروړ-هغه خولا لیری خبری دی روس غوندی سفرپاورڅنګه سو-صبر پکاردۍ فتحه دمسلمانانوده دالبقری سور د ۱۱۰څخه تر ۱۱۳په معنی وه وایه که موعقل درلودۍ خپله به پوسۍ چه کامیابی زموږده – خو چه حکمتیار صاحب دوعتصمو بحب لله جمیعاً(ونسۍ رسۍ دالله په ګډه)تللۍ وای خودخواهی یی نه وای کړی ډیربه ښه سوی وای ـ ترضیاءالحق شهید وروس په پاکستان کی نور مردارخواره حکومتونه راغلل دده صبریی ورکم کۍ ماد لندن دویمبلی په کتاب خانه کی یوکتاب په اوردو ژبه په نامه د(پاکستان فوج اور ملاؤن کی درمیان)یوڅه ووایی ډیردلچسپ کتاب ووـ دحسین حقانی په نامه لیکوال لیکلۍ وو لیکلی وو(چه ضیا‌ءالحق شهیدغوښتل چه دروسانو تروتلووروسته حکمتیارصاحب په افغانستان کی دعبوری حکومت مشر کی خوامریکادونه سخت دریځۍ مسلمان چیری قبلاوۍ چه ورسره د شمال ټول اسلامی ملکون لکه تاجکستان اوزبکستان ….په شمول دپاکستان سره یوځای سی
    او ضیاءالحق شهید هم دامریکا دانکاره خبروو نو یی ضیاءالحق شهیدکۍ اوبله تعجبه خبره داکی لیکلی وه چه دجناح سره پښتانه ودریدل چه پاکستان یی له هنده جوداکۍ پنجابیان نه ورسره دریدل خوندوره خبره خوداده چه پاکستان پښتنو جوړکړۍ دۍ اوس پنجابیان پښتانه نه کی پریږدی وایی ووزۍ مهاجریاست،داټولی دانګلیس اوامریکادسیسی دی دوی ته تاریخ پروت دۍ دونه غټ اسلامی قوت چیری چه وس یی وسی پریږدی