
حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک – انځورونه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل): نن پنجشنبه ګډحکومت د حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ. په همدې ورځ دوه کاله وړاندې ګډ حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی و.
دغه هوکړه لیک د حکومت لخوا د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د حزب اسلامي لخوا انجنیر امین کریم لاسلیک کړ.
د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ په ګډه اعلامیه کې وویل شول چې دغه سند به د ولسمشر غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لاسلیک وروسته نافذ شي.
د دغه هوکړه لیک له مخې به دولت د جګړې څخه د لاس اخېستلو په بدل کې حکمتیار او نورو مشرانو ته قضايي مصونیت ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ مذاکرات نېږدې دوه کاله وړاندې پیل شوي وو.