افغانستان

په پکتیکا کې ماشومان د اربکیانو په پوسته کې په شهادت رسېدلي

نن ټکی آسیا: نن سهار د پکتیکا ولایت له خیرکوټ ولسوالۍ څخه په ورکول شوي خبر کې راغلي ول، چې د یادې ولسوالۍ د ملېزو په سېمه کې اووه ماشومان شهیدان او دوه نور ژوبل شوي دي.

ځينو کورنیو رسنیو د پکتیکا د امنیتي چارواکو له خولې ولیکل،چې پېښه د سړک غاړي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې او پکې دوه ماشومان ټپیان شوي او ۷ نور ځای پر ځای وژل شوي. چارواکو د تېر په څېر د پېښي پړه پر طالبانو واچوله او زیاته یې کړه ، چې ګواکي دا کار طالبانو ترسره کړی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو شېبې وړاندې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته په را استولې خبرپاڼه کې د ماشومانو د شهادت پېښه تایید کړه؛خو د چارواکو څرګندونې یې ناسمې او په اصطلاح ناځوانمردانه وبللې.
خبرپاڼه زیاتوي : درې ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په ملېزو سېمه کې مېشتو اربکیانو خپله پوسته د مجاهدینو له ویرې تخلیه کړه. اربکیانو تر تېښتې وړاندې په خپله پوسته کې انفجاري مواد ځای پر ځای کړي وو، ترڅو طالبان د دوی له تګ وروسته پوستې ته له ننوتلو وروسته پرې وخېږي؛خو مخکې له دې چې مجاهدین پوستې ته داخل شي، ماشومان هلته ننوتلي او دا غملړلې پېښه رامنځته شوې.
ښاغلي مجاهد د پېښي ناسم انځورول او بیا پر دوی تاوانول د  ده په ژبه « د بزدله دښمن ناځوانمردانه» عمل بللی او په پېښه کې يې د خپلو اړوندو کسانو لاس لرل په کلکه رد کړل.
نوموړي د پېښي د غندنې ترڅنګ د قربانيانو له کورنۍ سره خواخوږۍ ښودلې او په دغه ویر کې يې ورسره ځان شریک بللی.
 د خبرپاڼې په پای کې راغلي،هر څوک چې غواړي د پېښي حقایق درک او راڼه معلومات ترلاسه کړي؛ کولای شي د سېمي له اوسېدونکو سره اړیکې ټينګې کړي او د پېښي تفصیلات او واقعیت ځانته جوت کاندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x