د نن سرلیکنه

امنیتي تړون تر کومه د افغانانو په ګټه دی؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له تیرو څو اونیو راهیسې د کرزي او امریکا ترمنځ لاسلیک کیدونکی امنیتي تړون د رسنیو او افغان سیاستوالو ترمنځ د بحث وړ موضوع ګرځیدلې.

یوشمیر امریکا پلوه اشخاص کوم چې خپل مصالح په افغانستان کې د امریکایانو په شتون پوري تړلي بولي نوموړی تړون له پوځي او اقتصادي پلوه د افغانستان په ګټه بولی او په دې اصرار لري چې باید دغه تړون د هغو شرائطو مطابق له امریکایانو سره لاس لیک شي کوم چې دوئ یې غوښتنه لري .

دغه کسان تر ډیره بریده دکرزي د نظام رسمي غړي اویا هغه څوک دي چې د امریکایانو له راتګ سره د افغان په سیاسي ساحه کې راڅرګند شوی .

او ځینی نور جهات چې په عمومي ډول د افغانستان د عام ولس ملاتړ هم له ځانه سره لري بیا برعکس له امریکایانو سره د دغه امنیتي تړون د لاسلیکولو مخالف نظر لري.

هغوئ وايي که د امریکایانو شتون ریښتیا د افغانانو لپاره ګټور وای نو ولي افغان ولس دهغوئ په خلاف په مقاومت لاس پوري کاوه .

امریکایانو په افغانستان کې پوره ۱۲ کاله وخت تیر کړ ، چې د دغو کلونو په هره ورځ کې په لس ګونو بیوزله افغانان د امریکایانو لخوا وژل شوي ، اسیر شوي او کړول شوي .

د امریکایانو په شتون کې په افغانستان کې تربل هروخت بشري حقوق ډیر ترپښولاندې شوي .

د امریکایانو په موجودیت کې په ټول افغانستان او دهغه په ګاوند کې بي ثباتي او نا امني تربل هروخت زیاته شوې.

د امریکایانو په موجودیت کې افغانستان د لومړي ځل لپاره په مالي فساد کې لومړی مقام خپل کړي .

د امریکایانو په شتون کې افغانستان د نشه یي توکو په تولید کې نړیوال ریکارډ قائم کړی ..او د امریکایانو په شتون کې په اجتماعي لحاظ د افغانانو په منځ کې اخلاقي ، فکري اوکلتوري مفاسد تربل هروخت زیات شوي .

د امریکایانو په شتون کې د افغانانو ملي حاکمیت ترپښو لاندې شوی تر دي چې خپله د دوئ په مرسته راغلی کرزی د امریکایانو له خپل سري څخه په عام محضرکې په سرو سترګو ژړلي .

د امریکایانو په شتون کې د ګاونډیانو لخوا د افغانستان په حریم پوځي تیری شوی او د امریکایانو په شتون کې افغانستان د نړیوالو استخباراتي شبکو د جاسوسي فعالیتونو په میدان بدل شوی .

د غه ټولې ناخوالې تشي ادعاوې نه بلکې هغه څه دي چې هم خپله امریکایان ، هم کرزی او هم د د غه امنیتي تړون پلویان ورباندې اعتراف لري .

هو ! دا خبره سمه ده چې افغانستان ته د امریکایانو له راتګ سره د یوشمیر محدودو کسانو په شخصي ژوند کې بدلون راغلی ،اقتصادي شرکتونه یې په کار لویدلي او له بهرنۍ نړۍ سره یې تجارتي معاملات ژوندي شوي ، خو دغه هرڅه دهغوئ د شخصي حساب په کچه دي نه په ولسي او ملي کچه .

د عامو افغانانو په منځ کې یې اوس هم ۸۵ سلنه د فقر ترکرښې لاندې ژوند کوي ، او د بیکاري کچه تربل هروخت ورکې لوړه ده .

نو ایا له هغو امریکایانو څخه چې په تیرو دولسوکلونو کې یې افغانانو ته له بد امني ، بداخلاقي او بدمرغۍ نه پرته بل هیڅ نه وي لرلي په راتلونکو لسو کلونوکې څه ډول دخیر ښیګڼې توقع وکړای شي او یابه ورسره لاسیک کیدونکی تړون د افغانانو په ګټه وبلل شي؟

فاعتبروا یا أولي الأبصار !

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x