شعـــــرونه

شكر دى خدايه!

شكردي خدايه!ستادښمن مي دوست ګڼلى ندى
فكركي هم داسي فاسدخيال راغلى ندى

منم غافل يمه غافل يمه غافل اوغافل
خوبياهم وياړمه چي دين مي دي پلورلى ندى

دا كارنامه له پرګنوده راته پاتي ميراث
چي سره غليم رانه ميدان دجنګ ګټلى ندى

رقيب په چل اوفريب تل زموږدميني كورته
خوشحال راغلى دى خوشحاله رانه تللى ندى

چي دشيطان پخوله ښكارلى كوم خروړى راشي
داسي وارنشته چي مو ګوډاومات شړلى ندى

شكردى شكردى خالقه! په كراتوشكر
چي بې لتانه مي بل څوك الله منلى ندى

كه وه په ژبه يې دمرګ وخت داستا كلمه
بيانورښتيا هم چي سيدالهام ناولى ندى

سيد احسان الله الهام
2013/11/18

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x